لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ماسکو کې د ترهګر برید وروسته په روس کې  ٫٫ د ماتم ورځ٬٬ لمانځل شوې


د جمعې په ورځ په ماسکو کې د موسیقۍ یو کنسرټ کې شوي خونړي ترهګر برید په سر نن د اتوار/ یکشنبې په ورځ په ګرد روس کې د ماتم ورځ لمانځل شوې. په دغه برید کې د ۱۳۷ نه زیات کسان وژل شوي او د ۱۸۰و نه زیات ژوبل شوي. په ژوبلو کې درې ماشومان هم شامل دي.

امدادي کارکونکي لا هم د تباه شوې ودانۍ ملبه لرې کوي چرته چې غمجنې کورنۍ د خپلو خپلوانو برخلیک په اړه په غم کې دي. د روس د صحت وزارت تر مخه په سلګونو خلک بیا د هغه هسپتالونو بهر وینې ورکولو لپاره په قطارونو کې ولاړ دي چرته چې د پېښې ناروغانو درملنه روانه ده.

په روس کې د جمعې د ورځې دغه پېښه په کال ۲۰۰۴م کې د بېسلان په سکول د اسلامي وسله والو د خونړي حملې وروسته دویم غټ برید دي. د کال ۲۰۰۴م کې په سکول شوي برید کې ۱۰۰۰و نه زیات کسان وژل شوي وو او وسله والو د سلګونو ماشومانو په شمول نور خلک یرغمل کړي وو.

د جمعې په ورځ څلور وسله په لاس کسانو د ماسکو سره نژدې په هغه لوې تالار په دروازو ورننوتل چرته چې د ۶۲۰۰ کسانو د ناستې ځاې وو.

دوي دغلته ناتاره ډزې شورو کړې او د عیني شاهدینو په وینا دغه تالار د ډزو او د خلکو د چغو او تیرې ډک شو. داعش یا خودسره اسلامي ریاست ډلې د دغه برید پړه منلې.

تیره ورځ د روس صدر ولاديمیر پوټن په ټيلي ویژن قام ته په خپله وینا کې په دغه پېښه کې وژل شوو او ژوبلو کسانو کورنیو سره غمرازي کړې او په ګرد هیواد کې یې د ماتم ورځ اعلان کړې.

روسي صدر ژمنه کړې چې هغه ټول کسان به نیسي او سزا کوي څوک چې د دې برید په شاه وو. نوموړي دغه برید ٫٫ خونړی، وحشي او د ترهګري پېښه٬٬ ګرځولی.

صدر پوټن ویلي ۱۱ تنه یې نیولي چې پکې هغه څلور وسله وال هم دي چې په کنسرټ حال د برید وروسته برینسک سیمې ته تښتیدل. دغه سیمه د ماسوکو نه ۳۴۰ میله لرې ده.

صدر پوټن ویلي ٫٫ د لومړي معلوماتو تر مخه دوي هڅه کوله چې پټ شي او اوکراېن ته وتښتي او د اوکراېن په پوله د دوي د اوښتنو انتظام هم شوی وو.٬٬

د روسی د استخباراتو مرکزي ادارې ادعا کړې چې دغه وسله وال په اوکراېن کې رابطې لرلې او د اوکراېن د پولې سره نژدې نیول شويږ

تیره ورځ بیا د اوکراېن صدر ولاديمیر زېلنسکي په خپله وینا کې د صدر پوټن دغه تورونه رد کړل چې ګنې اوکراېن په دې برید کې لاس لري. ٫٫ پوټن او نور غله هڅه کوي چې بل چا ته ګوته ونیسي.٬٬

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG