د روس صدر ولادېمیر پوټن د دې خبرې تصدیق کړی چې ماسکو په بېلا روس کې د ټېکټیکل یا د وړو اېټمي وسلو د ګمارلو کار شروع کړی او دا چې مغربي ملکونه روس ته سټرېټيېجک ماتی نه شي ورکولی.
پوټن وویل بېلاروس ته د اېټمي وسلو لومړۍ برخې رسوول شوي دي او دا کار به د اوړي او یا د سږ کال تر اخېره مکمل کړی شي.
پوټن د روس په سېنټ پيټرز برګ ښار کې د روس اکنامک فورم یا غونډې ته د جمعې په ورځ تقریر کې وویل په موجوده وخت کې روس د اېټمي وسلو استعمال ته ضرورت نه لري.
هغه وویل د جنګ په مېدان کې په محدوده کچه استعمال دپاره د ټېکټیکل وسلو بېلاروس ته د رسوولو مقصد هغه مغربي ملکونه خبرداره کول دي چې اوکراین ته وسلې ورکوي.
وایټ هاوس د پوټن د خبرو غندنه وکړه او ویې وېل چې د پوټن د بیان بازۍ په جواب کې يې د خپلو اېټمي وسلو په ځای کې څه تبدیلي نه ده کړې.
پوټن وویل د دې خبرې شدید خطر موجود دی چې اوکراین خلاف د روس په پوځي ګام کې به د نېټو پوځ اتحاد نور هم ښکېل شي.
د دې باوجود چې په اوکراین د یرغل په سر مغربي ملکونو په روس بندیزونه لګولي، د سېنټ پيټرزبرګ په غونډه کې صدر پوټن د روس د اقتصاد ستاینه وکړه. د مغربي ملکونو صحافیانو ته غونډې ته د تګ اجازت نه و کړی شوی. صدر پوټن دا هم وویل چې اوکراین سره خپل پوځي ساز او سامان ختم شوی او د مغربي ملکونو په پوځي مرسته انحصار کوي.
روسي صدر وویل اوکراین په جنګ کې د استعمال ټول وسایل د بهر نه راغواړي خو څوک هم اوږدې مودې دپاره داسې نه شي جنګېدلی.
صدر پوټن دا هم وویل چې اوکراین د روس خلاف جوابي حمله کې هم ناکامه شوی دی.
ازاد پوځی تجزیه کار وايي په تېرو ۱۶ میاشتو کې اوکراین د روس د لوی پوځ په مقابل کې ګټې ترلاسه کړي دي او د کییف، خاکیف او کېروسن ښارونو شا او خوا سیمو کې روسي ځواکونه پسپا کړي دي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پی، رویټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي