لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ماسکو کې د برېکس تنظیم د سر مشرانو په غونډه کې په منځني ختیځ او په یوکرېن کې د امن غوښتنه وشوه


د هندوزیراعظم نرندره مودي، پوټن، دچین صدر شي او د برېکس نتظیم د نورو غړو ملکونو مشران په دې تصویر کې ولاړ لیدل کېږي
د هندوزیراعظم نرندره مودي، پوټن، دچین صدر شي او د برېکس نتظیم د نورو غړو ملکونو مشران په دې تصویر کې ولاړ لیدل کېږي

نړیوالو مشرانو په ماسکو کې د برېکس تنظیم په سرمشریزه غونډه کې د شورو، چهارشنبې په ورځ، په منځني ختیځ او په یوکرېن کې د امن غوښتنه او د روس صدر ولادېمیر پوټن غونډې ته وویل د یوکرېن په شخړه کې د منځګړیتوب د تجویزونو به هرکلی کوي.

پوټن د برېکس غونډه د دې علامت په توګه پېش کوي چې روس د یوازې کولو د مغربي ملکونو کوښښونه ناکامه شوي دي خو په یوکرېن جنګ د ختمولو دپاره غوښتنې د هغه نږدې او اهم اتحادي ملکونه هم کوي.

په کال ۲۰۲۲ کې په یوکرېن کې د روسي ځواکونو د مداخلت وروسته د برېکس غونډه د روس په کازان ښار کې د ټولو نه لویه سفارتي ناسته ده چې قریباً ۲۰ نړیوال مشران په کې شرکت کوي.

په برسلز کې د یورپين یونین ملکونو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د برېکس په غړو ملکونو غږ وکړو چې پوټن ته دې ووايي چې په یوکرېن کې جنګ دې په سمدسي ډول ودروي.

برېکس نومې تنظیم په کال ۲۰۰۹ کې د څلورو ملکونو برازیل، روس، هندوستان او د چین، نه شروع شو. اوس په کې جنوبي افریقا، مصر او ایران هم شامل شوي دي.

د چین صدر شي جېن پېنګ غونډې ته وویل پکار نه ده چې د یوکرېن په جنګ کې زیاتوالی وشي.

شي وویل پکار ده چې د دریو اصولو پابندي وشي، چې جنګ د مېدان نه بهر و نه غځېږي، جنګ زیات نه کړی شي او فريقېن اور ته تېل وا نه چوي.

په یوکرېن ځواکونه د وراچولو نه مخکې، پوټن چین سره د لا محدوده سټرېټيجېک همکارۍ لوظنامه لاس لیک کړه او د نهې، سه شنبې، په ورځ په دوه اړخیزه ملاقات کې پوټن او شي د خپلو تعلقاتو ستاینه وکړه.

په یوکرېن کې د جنګ په خصوصي توګه د ذکر بغېر د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي هم د امن غوښتنه وکړه او ويې وېل د جنګ نه بلکې د مکالمې او د سفارتکارۍ حمایت کوي.
په منځني ختیځ کې د جنګ په اړه د ایران صدر مسعود پزشکیان د برېکس په غړو ملکونو غږ وکړو چې په غزه او لبنان کې جنګ د ختمولو دپاره انفرادي او اجتماعي صلاحیتونه دې استعمال کړي.
شي هم په منځني ختیځ کې د ډز بندۍ غوښتنه تکرار کړه او ویې وېل د خلکو وژنې پکار ده چې ودرول شي او د فلسطیني مسلې د جامع، منصفانه او مستقل حل دپاره دې نه ستړې کېدونکی کار وکړی شي.
په غېر رسمي خبرو کې پوټن په یوکرېن کې د منځګزيتوب دپاره د برېکس د یو شمېر مشرانو د پېشکشونو هرکلی وکړو.
د کرېملېن ترجمان دمتري پېسکوف خبریالانو ته وویل ډېرو ملکونو د یوکرېن شخړه په حل کولو کې په فعالا توګه د برخه اخیستلو د خواهش اظهار وکړو.
شي او مودي د یوکرېن په شخړه کې د امن دپاره خپل خپل تجاویز وړاندې کړي دي خو په دې لړ کې څه پرمختګ نه دی شوی.
د ترکي صدر رجب طیب اردوان هم په غونډه کې موجود دی او ځان د امن جوړونکي په څېر پېښ کوي. هغه به د شورو، چهارشنبې، په ورځ د پوټن سره ملاقات کوي.
د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګورټېرېس هم د برېکس په غوڼده کې شریک و. هغه به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ پوټن سره د یوکرېن په اړه خبرې کوي.
ماسکو برېکس د مغربي ملکونو د جي سېون په شان د تنظیمونو د متبادل پلېټ فارم په توګه پېش کوي.
د برېکس د سرمشریزې غونډې د رسمي پرانسېتې په موقع پوټن وویل د ملټي پولر یا د ګڼ قطبي دنیا د جوړېدو عمل په فعالا او په داسې انداز شروع شوی چې بېرته به نه کړی شي.
پوټن په مغربي ملکونو تنقید وکړو چې د روس په شمول يې په برېکس ملکونو بندیزونه لګولي دي. هغه وویل د دې په نتیجه کې نړیوال بحران پېدان کېدلی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG