لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرېملېن: صدر پوټن به د وېګنر ګروپ د مشر په جنازه کې شرکت نه کوي


پرېګوژین او د وېګنر ګروپ لس کسان د اګست په ۲۳ نېټه د روس سرښار ماسکو سره نژدې د جهاز د غورځېدو په پېښه کې مړه شوي دي
پرېګوژین او د وېګنر ګروپ لس کسان د اګست په ۲۳ نېټه د روس سرښار ماسکو سره نژدې د جهاز د غورځېدو په پېښه کې مړه شوي دي

د روس صدر ولادېمير پوټن د وېګنر ګروپ د مشر یوو ګېني پرېګوژېن په جنازه کې د شرکت نه اراده نه لري، دا خبره د روس حکومت یا کرېملېن په داسې حال کې کړې چې فوټانکا نومې خبرې ادارې وویل پرېګوژېن به د نهې، سه شنبې، په ورځ په سېنټ پېټرزبرګ ښار کې خاورو ته سپارل کېږي.

پرېګوژین او د وېګنر ګروپ لس کسان د اګست په ۲۳ نېټه د روس سرښار ماسکو سره نژدې د جهاز د غورځېدو په پېښه کې مړه شوي دي.

د سږ کال د جون په میاشت کې پرېګوژېن په ماسکو کې د صدر پوټن خلاف د بغاوت مشري کړې وه او داسې خبرې هم کېږي چې پوټن د پرېګوژېن په مرګ کې لاس لري.

کرېملېن د پرېګوژېن په مرګ کې د پوټن د ککړتیا خبره ردوي او مکمل دروغ یې بلي.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه، د کرېملېن ترجمان دمتري پېسکوف په دې اړه د څه وېلو نه ډډه وکړه چې د وېګنر عسکري ډلې مشر پرېکوژېن به کله او کوم ځای خاورو ته سپارل کېږي. پېسکوف وویل د یوې کورنۍ په شخصي دستوره تبصره نه شي کولی.

د سېنټ پیټرزبرګ فونټانکا او ځینو نورو خبري ادارو ویلي وو چې ۶۲ کلن پرېګوژېن به د نهې، سه شنبې، په ورځ د ښار په سیرافېمسکوي هادیره کې ښخولی شي، چېرته چې اعلا پوځي خاورو ته سپارل کېږي.

د ای پي د رپورټ ترمخه د پوټن مور او پلار هم په دغه هادیره کې ښخ دي او د نهې، سه شنبې، په ورځ ترې په لویه شمېره کې پولیس ګمارل شوي وو.

د ای پي ترمخه پرېکوژېن په اوکراین د روس د یرغل ملاتړ کړی و او په دې لړ کې ورته اعلا اعزاز ورکړی شوی و.
د کرېملېن د مفاداتو په حمایت کې پرېګوژېن شام، ليبیا، سېنټرل اېفرېکن ريپبلېک او نورو ملکونو د وېګنر ګروپ د کرايې عسکر لېږلي وو.
د می په میاشت کې چې روس چې د اوکراین په بخموت قبضه کوله نو وېګنر ډلې په کې اهم کردار ادا کړی و.

په اوکراین کې د جنګ په اړه د روس د دفاع وزارت د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د روس هوايي دفاعي ځواکونو د اوکراین دوه ډرون د ماسکو په جنوب کې راغورځولي دي.

په تېرو څو هفتو کې اوکراین په باقاعده ډول د روس خلاف ډرون استعمال کړي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبر ادارو نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG