لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوټن د شام نه د روسي ځواکونو د وتو امر کړی


Russian air force pilots
Russian air force pilots

د روس صدر ولادي مير پوټن د شام نه د روسي ځواکونو د ویستلو امر کړی دی. د روس سرکاري میډيا د دفاع وزير سرګۍ شوییګوف او خارجه وزير سرګۍ لاوروؤف د خوا وېلي دفاع وزارت ته په شام کې ورکړی شوی کار سر ته رسول شوی.

ښاغلي پوټن خپلووزيرانو ته وېلي د شام نه د خپلو پوځیانو د راویستو حکم ورکوي. خو امریکاي چارواکو وایس اف امریکا ته ویلي تراوسه داسې څه امکان نه ښکاري چې د روس ځواکونه د شام نه د وتو تیاري کوي.

د کریملن یوه ویب پاڼه واېي چې ښاغلي پوټن د شام صدر بشر الاسد ته په ټېلي فون خبرو اترو کې وېلي چې هغه به د روسي هواېي پوځ مهمه برخه همپه شام کې د عملیاتو وروستو اوباسي.

اخوا په دمشق کې بیا د صدر اسد دفتر وېلي د شام صدر دغه ګام سره رضا ښکاري خو زیاته کړی ېې ده چې روس د شام سره دا ژمنه کړی وه چې روسي هواېي پوځ به په یو ځل د شام نه نه اوځي.

په شام کې دغه پرمختګ پداسې حال شوی چې هم نن د ګل په ورځ د روس او امریکا په مرسته د ملګرو ملتونو لخوا د شام د سولی په اړه خبری اتری په جېنیوا کې پیل شوي. دغه خبری اتری په تیرو دوو کالو کې د شام په اړه ړومبۍ نېغ په نېغه ملاقاتونه دي. د ملګرو ملتونو د شام لپاره صلاحکار سټېفن ډي مستورا د دی خبری اترو وړاندی دا خبردارې ورکړی که چری دا ناکامه کیږي نو دویمه لار د جنګ نه علاوه هیڅ نه پاتې کیږي.

سپېنې ماڼۍ یا واېټ هاوس نن وېلي چې امریکا ېي صدر بارک اوباما د ګل په ورځ د روس صدر ولادي میر پوټن سره په ټېلي فون خبرو اترو کې د شام نه د روسي پوځ د وتو د اعلان او په شام کې د سیاسي خبرو اترو راتلونکې باندی هم بحث کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG