لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان، تخت بهايي کې د پاکستان زنده باد مومنټ غونډې شوي


PZM
PZM

د خېبر پښتونخوا په مردان او تخت بهايي ښارونو کې په تیرو دریو ورځو کې د پاکستان زنده باد تحریک لخو ترسره شوو ۲ غونډو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرضد او د پاکستان پوځ په ملاتړ کې نعرې وهل شوي.

د پښتنو په یادو ښارونو کې شوو دغه پوځ پلوه جلسو کې ګډون والو د پوځ په مرسته شهارونه اوچت کړي وو او ویناکونکو د پښتون تحفظ مومنټ لپاره د غدار کلمې کارولي.

د دغه سېمې نه د نوم نه ښودلو په شرط ځېني ځايي کسانو وي او ای ډیوه ته ویلي د جلسو منتظمینو کې د ترهګر ګرځول شوي تنظیم جماعت الدعوه ځايي غړي هم شامل وو. د دغه غړو عکسونه په ټولنیزو رسنیو خپرو شوو ویډیوګانو او عکسونو کې په ښکاره لیدل کیږي.

د پاکستان زنده باد په نامه دې جلسو کېدا نعره هم وېل کیده چې ٫٫ یه جو امن ګردي هی اس کې پېچې وردي هی.٬٬ دغه نعره د پښتون ژغورنې غورځنګ هغې نعرې په ځواب کې وهل کیږي چې وايي ٫٫ یه جو دهشت ګردي هی، اس کې پېچې وردي هی.٬٬

د پښتون ژغورنې غورځنګ په نژدیو ورځو کې د پاکستان په بیلا بیلو سیمو کې جلسې کړي، خو د پاکستان په میډیا دغو ته هیڅ ځاېې نه ورکړل کیږي او زیات تره غونډو ته يې په نړیوالو مطبوعاتو کې ځاېې ورکړل کیږي.

د پاکستان زنده باد مومنټ د مردان د جلسې تفصیل په لاندینۍ ویډیو کې کتلی شئ.

Pakistan zindabad rally in mardan
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:26 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG