لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قندهار : بمي چاؤدنه کې دری کسان وژل شوي


قندهار : بمي چاؤدنه کې دری کسان وژل شوي
قندهار : بمي چاؤدنه کې دری کسان وژل شوي

په جنوبي افغانستان کې ديو ځانمرگي بريد له امله لږ ترلږه دری اولسي وگړي وژل شوي چې يو افغان وزير وائي دغه بريد دهغه دوژنې هڅه وه.
دپولې او قبائيلي چارو وزير او په جنوب کې چيف سيکورټي کوارډينيټراسدالله خالد وائي چې په قندهار کې دترسره شوې چاؤدنې هدف دى ؤ. خو دافغانستان دکورنيو چارو وزارت وائي چې داسې کوم ثبوت نشته چې په ډاگه شی چې خالد دبريد هدف ؤ او زياتوي چې خالد دچاؤدنې ترسره کيدو څخه دمخه د دغلته نه تیر شوى ؤ. دکورنيو چارو دوزارت وياند صديق صديقي يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل يو ځانمرگي تن چې دبارودو څخه ډک واسکټ يې اغوستى ؤ په هاغه ځايې کې يې چاؤدنه کړې چرته چې کوم ډاگيز هدف نۀ ؤ.
دقندهار دولايتي ميډيا دفتر وائي چې چاؤدنه کې يو تن وژل شوى او 19 نور ژوبل شوي خو صديقي او دسيمه ييزو پوليسو مشر دوژل شوؤ کسانو شميره دوه وښوده.
خالد چې دافغان صدر حامد کرزي يو ملگرى دى وائي دچاؤدنې هدف دى ؤ، زۀ په يوه غونډه کې دبرخې اخستو لپاره روان اوم او کله چې دسيمې څخه تير شوم نو يوه چاؤدنه وشوه، خو وروستو يې ومنله چې دچاؤدنې په مهال هغه دپيښې دځايې څخه پينځه کلو ميټره لرې ؤ.
دجولا ئي په مياشت کې دافغان صدر حامد کرزي ورور احمدولي کرزى په قندهار کې دخپل کور دننه دخپل يو ساتونکي لخوا وژل شوى ؤ، تيره مياشت دافغانستان پخوانى صدر پروفيسر برهان الدين رباني هم په کابل کې دخپل کور دننه دطالبانو ديو استازي لخوا دامن دخبرو اترو په بهانه په پټکي کې دپټ کړي بم په ذريعه وژل شوى ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG