لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قطر ایران سره د سفارتي تعلقاتو بیا پرځای کولو او تهران ته د سفیر لیږلو اعلان وکړو


قطر ایران سره د سفارتي تعلقاتو بحالولو اعلان وکړو او وې ویل زر به تهران ته خپل سفیر ور ولیږي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ، دوحا دا اعلان په داسې حال کې وکړو چې ایران سره د نژدې تعلقاتو او تندلارو سره د مرستو په الزام سعودي عرب، بحرین، متحده عرب اماراتو او مصر قطر سره سفارتي تعلقات پریکړې دي او د قطر ځمکنۍ، سمندري او هوايي لارې يي تړلې دي.

ایران سره د سفارتي تعلقاتو بحالولو په لړ کې په دوحا کې خارجه دفتر خپل بیان کې وویل "د قطر ریاست د دې خواهش څرگندونه وکړه چې اسلامي جمهوري ایران سره په ټولو مدونو کې دوه اړخیزه تعلقات مضبوط کړي."

په تهران کې د ایران خارجه وزارت ترجمان بهرام قاسمي وویل قطر د ایران خارجه وزیر جواد ظریف ته په ټیلي فون تهران ته د خپل سفیر بیرته د رالیږلو لوظ وکړو.

"مونږ د قطري حکومت ددې اقدام هرکلی کوو،" قاسمي وویل.

سعودي عرب، بحرین، متحده عرب اماراتو او مصر په سمدستي توگه ایران سره مکمل سفارتي تعلقات د بیا پرځای کولو د قطر په اقدام څه نه دي ویلي.

په واشنگټن کې د سټیټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت ترجمانې هیدر ناورټ نیغ په نیغه ایران سره د قطر د سفارتي تعلقاتو په اړه څه وه نه ویل خو وې ویل د امریکا د قطر او د عرب هیوادونو ترمنځ په دې اوږده لانجه تشویش لري.

په کال ٢٠١٦ کې سعودي عرب یو مشهور شیعه عالم دین ته د مرگ سزا ورکړه. ددې پرضد په ایران کې په دوو سعودي سفارتي ودانو حملې وشوې. په ایران کې په سعودي سفارتي ودانو د حملو ورسته سعودي عرب سره د یوالي د اظهار په توگه قطر د تهران نه خپل سفیر راوبللو.

که څه هم د ایران او قطر سفارتي تعلقاتو ختم شوي وو خو د دواړو هیوادونو ترمنځ تجارتي تعلقات پرځای وو.

دواړه هیوادونو په سمندر کې د قدرتي گیسو مشترک کویان لري. د ایران د گیسو ذخایر د جنوبي پارس او د قطر د گیسو ذخایر د شمالي پارس د گیسو د میدان په نوم یادیږي.

د گیسو د امدن په وجه د قطر د خلکو د کال امدن په ټوله دنیا کې تر ټولو زیات دی. هم په دې پیسو قطر د الجزیره ټیلي وژن چینل چلوي او په کال ٢٠٢٢ کې به دفیفا قټ بال ورلډ کپ کوربه توب کوي.

په قطر د عرب هیوادونو د پابندیو په مهال ایران دوحا ته خوراکي سامان لیږلي وو او قطري هوايي جهازونو ته يي د خپل فضايي حدودو د زیات استعمال اجازت ورکړی و.

ایران کې په سني سعودي عرب تنقید عامه خبره ده چې د ایران او د سعودي عرب ترمنځ د غیر مستقیم ډول جنگ برخه هم ده.

سعودي عرب، بحرین، متحده عرب اماراتو او مصر د جون د میاشت په پنځمه نیټه قطر سره سفارتي تعلقات ختم کړل او په قطر يي تندلارو د ملاتړ او ایران سره د نژدې تعلقاتو الزام ولگولو.

څلورو واړو هیوادونو قطر ته د ١٣ مطالبو یو فهرست ورکړی دی او ویلي يي دي چې که دوحا يي ومني نو سفارتي تعلقات به ورسره بحال کړي. په دغه غوښتنو کې د الجزیره ټیلي وژن چینینل د بندولو مطالبه هم شامله وه.

قطر تر دا وخت ددغه غوښتنې نه دي منلي او د کویت او د امریکې منځگړیتوب هم نه دی کامیاب شوی چې د قطر او د څلورو نورو عرب هیوادونو ترمنځ لانجه هواره کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG