لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قطري چارواکی: د طالبانو تسلیمول د موجوده وخت ترجیح نه ده


د تېر کال په دې تصویر کې د مطلق القحطاني د طالبانو مشر مرکچي ملا عبدالغني برادر او د افغانستان د سولې شورا مشر عبدالله عبدالله سره وينې

د قطر یو چارواکي ویلي د طالبانو تسلیمول د موجوده وخت ترجیح نه ده بلکې پکار ده چې توجه اوس د افغانستان نوي انتظاميي سره ښکېلیدو او په افغانستان کې د انساني بحران مخنیوي ته ورکړی شي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، د نهې، سه شنبې، په ورځ په دوحه کې د نړیوال امنیت په موضوع یوې غونډې ته د قطر د خارجه وزیر خصوصي استازي مطلق القحطاني وویل "زمونږ خیال دی چې (د طالبانو تسلیمول) ترجیح نه ده. څه چې زیات اهمیت لري هغه انساني (بحران) دی، تعلیم دی او مسافرو دپاره د تګ ازاده لاره ده."

که څه هم نړیوالې ټولنې طالبانو تسلیمولو ته ډیره لیوالتیا نه ده څرګنده کړې خو طالبانو د نړیوالې ټولنې نه د اقتصادي مرستو غوښتنه کړې او ویلي يې دي چې د افغانستان منجمد کړی شوي اثاثې دې دوی ته ورکړی شي.

د دوحې غونډې ته د ګل، دوشنبې، په ورځ وېنا کې د طالبانو موقتي خارجه وزیر مولوي امیرخان متقي نړۍ سره د ښو تعلقاتو غوښتنه وکړه خو رویټرز وايي د نړيوالې ټولنې په دې غوښتنو یې هېڅ لوظ ونکړو چې جینکیو په شمول دې ټولو ماشومانو ته دې د بېرته تګ اجازت ورکړی شي.

متقي وویل "نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې زمونږ سره همکاري شروع کړي...د دې سره به مونږ د بې ثباتۍ د ودرولو جوګه شوو او د دې سره سم به مونږ نړۍ سره به مثبت ډول د ښکېلېدو صلاحیت ولروو."

مقتي وویل جینکو د تعلیم دپاره حالات برابرولو دپاره به طالبان نور وخت ته هم اړتیا لري.

نړیوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو په نشت والي تشویش څرګند کړی دی.

طالبانو واک ته د رسېدو نه پس په کابل او ځینو نورو ښارونو کې مېرمنو د خپلو حقونو د تحفظ دپاره مظاهرې کوي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو مشر اېنټوینو ګوټېرېس د طالبانو غندنه وکړه چې د هغه په قول د افغان مېرمنو او جینکو سره کړي خپل لوظونه يې مات کړي دي.

ګوټېرېس خبریالانو ته وويل چې طالبان دې مېرمنو سره خپل لوظونه او د انساني حقونو او د نړیوالو قوانین د لاندې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه ګوټېرېس وویل ملګري ملتونه به د مېرمنو د حقونو مسله د پامه نه غورځوي اداره یې هره ورځ د طالبانو سره په اړه خبرې کوي.

د افغان مېرمنو په اړه د ګوټېرېس د بیان نه وړاندې امریکايي استازو په قطر کې طالبانو سره د خالي، شنبې، او اتوار، يکشنبې، په ورځ خبرې وکړې.

افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا نه پس د دواړو خواو د استازو دا لومړی نېغ په نېغه ملاقات و او د امریکې خارجه وزارت ویلي په دغه لیدنه کې د مېرمنو د حقونو په مسله هم خبرې وشوې.

XS
SM
MD
LG