لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بېن الافغان مذاکرات چې امریکې تاریخي موقع بللې نن په قطر کې شروع کېږي


په افغانستان کې د امن دپاره امریکايي استازی زلمی خلیلزاد او د طالبانو استازې ملا عبدالغنی بردار د فېبرورۍ په ۲۰ په قطر کې د سولې لوظنامه لاس لیک کوي
په افغانستان کې د امن دپاره امریکايي استازی زلمی خلیلزاد او د طالبانو استازې ملا عبدالغنی بردار د فېبرورۍ په ۲۰ په قطر کې د سولې لوظنامه لاس لیک کوي

د افغان حکومت او د وسله والو طالبانو استازي به د قطر سرښار دوحه کې د خالي، شنبې، په ورځ په یو مېز کښېني او په افغانستان کې د امن دپاره د مذاکراتو بهیر به شروع کړي.

په خپل ملک کې د جنګ ختموولو په غرض د افغانانو خپل منځو کې خبرې د امریکې او د طالبانو د امن معاهدې په نتیجه کې شروع کېږي او د جمعې په ورځ د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو قطر ته رسېدلی دی.

مایک پامپېیو د بېن الافغان مذاکراتو هرکلی کړی او په یو بیان کې یې وویل "د افغانستان دپاره دا یوه تاریخي موقع ده چې د څلورو لسیزو جنګ او خونریزي ختمه کړي."

د افغانستان جمهوري ریاست د معلوماتو له مخې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر، د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی عبدالسلام رحیمي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري به د بین‌ الافغان خبرو د پرانېستل کېدو په مراسمو کې ګډون کوي
د افغانستان جمهوري ریاست د معلوماتو له مخې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر، د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی عبدالسلام رحیمي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري به د بین‌ الافغان خبرو د پرانېستل کېدو په مراسمو کې ګډون کوي

پامپېیو او د یو شمېر نورو ملکونو استازي د بېن الافغان مذاکراتو د شروع کېدو دستوره کې شرکت کوي.

د افغانستان جمهوري ریاست د معلوماتو له مخې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر، د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی عبدالسلام رحیمي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري به د بین‌ الافغان خبرو د پرانېستل کېدو په مراسمو کې ګډون کوي.

په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازي زلمي خلیلزاد چې د امریکې په نمایندګۍ یې طالبانو سره د سولې لوظنامه لاس لیک کړې او د معاهدې دپاره یې طالبانو سره مذاکراتو کې د امریکايي پلاوي مشري کړې، د جمعې په ورځ یې خبریالانو ته وویل د بېن الافغان مذاکراتو د شروع کېدو نه پس به افغانان د منځګړي نه بغیر خپل منځو کې نېغ به نیغه خبرې کوي.

زلمي خلیلزاد ووېل په تېرو ۴۰ کلونو کې به افغانان په لومړي ځل یو ځای کښېني. هغه زیاته کړه چې د افغان حکومت د نمایندګانو ترڅنګ د طالبانو یو بااختیاره پلاوي سره به د حکومت نه بهر افغانان، څلور مېرمنی او د مدني او سیاسي فعالان خبرې کوي.

زلمي خلیلزاد امید څرګندو کړو چې په بېن الافغان مذاکراتو کې به د افغانستان تباه کن جنګ ختمولو دپاره سیاسي لاره راویستل شي.

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو
د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو

د سږ کال د فېبرورۍ په ۲۹ نېټه د امریکې او طالبانو ترمنځ د لاس لیک شوي معاهدې د بېن الافغان مذاکراتو ترڅنګ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د قیدیانو د تبادلې ماده هم شامله وه.

د امریکې او طالبانو د معاهدې دلاندې به امریکا په ۱۴ میاشتو کې دافغانستان څخه ټول ځواکونه وباسي او به موجوده وخت کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تعداد د ۱۳۰۰۰ نه ۸۶۰۰ ته کم کړی شوی او صدر ټرمپ دا هفته وویل چې ډیر زر به په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر ۴۰۰۰ ته راکم کړی شي.

د معاهدې ترمخه طالبانو به دا خبره یقیني کوي چې د افغانستان خاوره به د امریکې او د امریکې د اتحادیانو خلاف بیا د ترهګرۍ دپاره نه استعمالیږي او طالبان به القاعده او نورو وسله والو ډلو ته په افغانستان کې پناه نه ورکوي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان ډاکټر محمد نعیم وویل د افغان حکومت سره خبرو ته تیار دي. هغه په خپل ټوېټر پیغام کې وویل "اسلامي امارت د مذاکراتو بهیر په ښه ډول پرمخ بیولو او د اسلامي ارزښتونو او هېواد د علیا منافعو په چوکاټ کې د سرتاسري سولې او سوچه اسلام انظام درامنځته کېدو هوډ لري."

پاکستان د بېن الافغان مذاکراتو هرکلی کړی او وايي افغانان د مذاکراتو مېز ته په راوستلو کې اسلام اباد خپل کردار ادا کړی دی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په یو بیان کې وویل "مونږ نن ژوره خوشحالي لروو چې د خپلې برخې ‌‌ذمه واري مو پوره کړه."

د طالبانو مرکچي پلاوی
د طالبانو مرکچي پلاوی

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه امریکايي او افغان چارواکي د ډیر وخت راهسې د وايي چې د پاکستان پوځ په خفیه توګه د طالب مشرانو سره مرسته کوي خو اسلام اباد دا خبره روي.

د رپورټ ترمخه واشنګټن دا خبره مني چې مذاکراتو ته د طالبانو په اماده کوولو کې اسلام اباد خپل کردار ادا کړی دی.

په کال ۲۰۱۵ کې پاکستان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د ابتدايي نیغ په نیغه خبرو کوربتوب وکړو او په مري ښار کې د افغان حکومت او طالبانو استازې مذاکراتو دپاره مېلمانه کړل خو په دغه مهال په طالبانو د پخوان مشر او باني ملا عمر په پاکستان کې مرګ خبرونو مخې ته د راتلو وروسته د مري بهیر هم د ځند ښکار شو.

وزیراعظم عمران خان په خپل بیان کې وویل د افغانانو په ملکیت او مشرۍ کې د امن د بهیر کامیابي نه یوازې په افغانستان کې بلکې د سیمې د امن، ثبات او سوکالۍ دپاره ضروري دی
وزیراعظم عمران خان په خپل بیان کې وویل د افغانانو په ملکیت او مشرۍ کې د امن د بهیر کامیابي نه یوازې په افغانستان کې بلکې د سیمې د امن، ثبات او سوکالۍ دپاره ضروري دی

وزیراعظم عمران خان په خپل بیان کې وویل د افغانانو په ملکیت او مشرۍ کې د امن د بهیر کامیابي نه یوازې په افغانستان کې بلکې د سیمې د امن، ثبات او سوکالۍ دپاره ضروري دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG