لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : نامعلومه وسله والو په ډزو 11 شېعه مسلمانان وژلي دي


د وژل شوؤ خلکو تعلق د هزاره ورورولۍ سره دی.
د وژل شوؤ خلکو تعلق د هزاره ورورولۍ سره دی.

د پاکستان د بلوچستان ايالت سرښار کوئټه کې د نا معلومه وسله والوپه ډزو کې د دوؤ ماشومانو او یوې ښځې په گډون 11 شېعه مسلمانان وژل شوي دي.
د تشدد دغه پېښه د خالي په سحر هغه وخت مخې ته راغله کله چې مری اباد نه هزاره ټاؤن ته روان په یو ویگن په اسپېنی روډ باندې په موټر سائیکل سورو نامعلومه وسله والو ډزې وکړې.
د نامعلومه وسله والو په ډزو کې اووه کسان سم دستي او څلور نور بیا په روغتون کې مړه شول.
د صوبی د پولېسو مشر راؤ امین هاشم خبریالانو ته وئیلي چې امنیتي ادارو چارواکو په گډه د شرخواښو پرضد اپریش پېل کړی دی.
د وژل شوؤ خلکو تعلق د هزاره ورورولۍ سره دی.
پرون هم د کوئټۍ په سریاب روډ نامعلومه وسله والو په ډزو کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او گڼ شمېر ژوبل شوي وؤ.
د پرونې پېښې پړه د غيرقانوني مذهبي تنظيم لشکرجهنگوي په غاړه اخستې وه.
تر دې مهاله د ننۍ پيښې مسؤليت چا په غاړه نۀ دى اخستى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG