لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه:چاودنه کې ۱۵تنه وژل شوي


د پاکستان بلوچستان ایالت په سر ښار کوټه کې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او تر ۳۰ نور ژوبل شوي. په وژل شوو کې عسکر او عام خلک شامل دي.

د بلوچستان ایالتي وزیر سرفراز بګټي پاکستاني مطبوعاتو ته د ۱۵ تنانو د مرګ پخلی کړی او زیاته کړې يې ده د چاودنې وروستو د مرستو کارونه پیل شوي دي. د سرفراز بګټي په وینا په وژل شوو کې د پاکستان پوځي عسکر شامل دي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي د پېښې مړه او ژوبل کسان نژدې روغتونونو ته وړل شوي او په سیمه کې بیړنی حالت اعلان شوی.

د پاکستان پوځ په ټوېټر د دغه پېښې پخلی کړی او وايي دغه برید د پوځ په یو ګاډي (ټرک) شوی. په دغه پيغام کې ویلي شوي چې د پوځ مشر جنرال قمر باجوه د برید غندنه کړی ده.

د اېي ایس پي ار د ټویټ تر مخه په دغه برید کې د پوځ هغه ګاډی په نخښه شوی چې په ډیوټې مامور عسکر سواره وو. په دغو کې ۱۰ امنیتي عسکر ژوبل شوي هم دي.

د بلوچستان صوبايي حکومت ویاند انوارالحق کاکړ هم په دغه برید کې د وژل شوو د شمېرې پخلی کړی. تر اوسه دا نه ده معلومه چې دغه یوه چاودنه وه او که ځان مرګی برید خو د ایالت د کورنو چارو وزیر مطبوعاتو ته ویلي چاودنه ډیره درنه وه. د ځاېی خلکو په وینا د چاودنې حدف د امنیتي عسکرو ګاډي وو.

تراوسه د برید ذمه واري چا په غاړه نه ده اغستې. وړاندې د دې نه هم د بلوچستان ایالت په بیلا بیلو سیمو کې داسې قسمه چاودنې او حدفي وژنې شوي. که څه هم د پاکستان پوځ او حکومت وخت په وخت په بلوچستان او ګرد هیواد کې د امنیت دعوې کوي خو داسې قسمه بریدونه د پوځ او حکومت دغه دعوې غلطې ثابتوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG