لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه: ځانمرگي بريد کې 10 کسان وژل شوي دي


د بمونو شنډونکي پوليس وايي په دغه چاودنه کې خواوشا 25کلو گرامه چاوديدونکي مواد کارول شوي دي
د بمونو شنډونکي پوليس وايي په دغه چاودنه کې خواوشا 25کلو گرامه چاوديدونکي مواد کارول شوي دي

د شورو په ورځ د پاکستان د بلوچستان صوبې په سرښار کوئټه کې د يو ځانمرگي بريد لۀ امله لږ ترلږه 10کسان وژل شوي اؤ 20نور ژوبل شوي دي.
په وژل شوؤ کې يوه زنانه اؤ يو ماشوم هم شامل دي.
دغه ځانمرگي بريد په داسې حال کې ترسره شوى چې د شورو په ورځ په پاکستان کې په حکومتي کچ د وړوکي اختر وړومبۍ ورځ نمانځل کيږي.
د کوئټې د پوليسو مشر يا سي سي پي او احسن محبوب خبريالانو ته ويلي دي ځان وژونکي غوښتل په گلستان روډ عيدگاه کې داختر د نمانځۀ دپاره راټول شوي نمونځ گزار په نخښه کړي خو عيدگاه ته په غځيدلو لارو د سختې څارنې لۀ امله هغه خپل منزل ته ونۀ رسيدلى شو اؤ د گاډو اودرولو په ساحه يا پارکنگ کې يې خپل د بارودو ډک موټر والوځولو.
د بمونو شنډونکي پوليس وايي په دغه چاودنه کې خواوشا 25کلو گرامه چاوديدونکي مواد کارول شوي دي.
دغه چاودنه دومره زور داره وه چې لۀ امله يې پينځۀ کسان په ټکي مړۀ اؤ تر 20ؤ زيات ژوبل شول ،پينځوؤ نورو ژوبلو کسانو په هسپتال کې ساه ورکړه.
دچاودنې له امله په نزدې ولاړو 10ؤ گاډو اور ولگيدو اؤ د دوؤ کورونو چتونه اؤ ديوالونه ورسره هم وغورځيدل.
په پيښه کې ژوبل شوي کسان اؤ د مړو شوؤ کسانو مړي د کوئټې سول اؤ پوځي هسپتالونو ته رسؤل شوي دي.
د پوليسو اؤ مليشې ځواکونه سيمې ته رسيدلي اؤ ټوله سيمه يې پخپله گيره کې اخستې ده.
په کومه سيمه کې چې دغه ځان مرگي بريد ترسره شوى دى دغلته اکثريت د هزاره برادرۍ سره د تعلق لرونکو شيعه وگړو دى .
په تيرو څو اوونيو کې په کوئټه اؤ خواوشا سيمو کې ددغه اقليتي شيعه مسلک يو شمير وگړي د ترهگرۍ دپيښو سره مخ شوي دي.
تر اوسه ددغې پيښو پړه چا په غاړه نۀ ده اخستې خو چارواکي شک لري چې د فرقه ايزه تشدد په دغو پيښو کې تندره سني وسله والې ډلې لاس لري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG