لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کوټې باکسر وسیم د حکومتي مرستو نېشتوالي له امله نړیواله جاېزه دلاسه ورکړه


د پاکستان بلوچستان ایالت وتلی باکسر (سوکمار) محمد وسیم د زیارت په ورځ ویلي د باکسنګ نړیوال کونسل یا ورلډ باکسنګ کونسل لخوا هغه ته ورکړی شوې جاېزه بیرته اخستل کیږي.

د پاکستاني مطبوعاتو تر مخه په یو ویډیو پیغام کې د کوټه ښار محمد وسیم ډیر په خفګان ویلي ٫٫ زما سره د ډبلیو بي سي فلاېي ویټ نړیواله جاېزه ده خو د فیس نه جمع کولو له امله دغه جاېزه زما د لاسه وځي.٬٬ محمد وسیم ویلي په دغه مقابله کې د ګډون نه کولو وروستو به د هغې نړیوال مقام یا درجه هم غورځیږي او د لومړي نه به څلورم نمبر ته شي.

په دغه ویډیو کې باکسر وسیم زیاتوي چې د مقابلی لپاره پکار ۸ لکه ډالره فیس وس نه لري او د پاکستان حکومتي چارواکو لخوا ورسره هیڅ مالي مرسته نه ترلاسه کیږي چې له امله به، په باکسنګ کې د هغه درجه هم وغورځیږي.

محمد وسیم تیر کال په یوه نړیواله مقابله کې د پانامه باکسر ته ماتې ورکړې وه او د باکسنګ نړیوال کونسل څلور فلاېي ویټ جاېزه یا ټاېټل يې ګټلی وو.

نوموړي به د روان کال د مې په میاشت کې د سرو زرو یا ګولډ بیلټ لپاره د جاپان باکسر سره مقابله کول وو خو د سرکاري چارواکو لخوا د مرستو نه ترلاسه کیدو او پخپله د دغه مقابلې پېسې یا فيس نه لرلو او نه هم د سپانسرز یا مالي مرسته کونکو نه میلاویدو له امله نوموړی د دغه مقابلې نه پاتې شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG