لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه کې د کلیسا سره نژدې حمله کې د عیسايي ټولنې دوه غړي وژل شوي


تېرکال د کوټې په بتېل چرچ حمله وشوه چې پکې ٣٥ کسان وژل شوي وو
تېرکال د کوټې په بتېل چرچ حمله وشوه چې پکې ٣٥ کسان وژل شوي وو

د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د عیسايي ټولنې د یوې عبادتخانې یا کلیسا سره نژدې د اتوار، یکشنبې، په ورځ په ډزو کې د ټولنې دوه غړي وژل شوي او درې نور زخمیان شوي دي.

د پولیس په وینا په موټر ناست حمله کونکې د عیسايي مذهب په منونکو په داسې حال ډزې وکړې چې دوی په کلیسا کې د عبادت ورسته بهر روان وو.

دغه حمله د کوټې ښار په عیسانگري چې شوې ده چې ابادۍ اکثریت یې د عیسايي ټولنې دی.

د حملې ورسته د عیسايي ټولنې په بولان میډیکل کالج کې د ډاکټرانو د نشت والې په سر احتجاج هم وکړو. په حمله کې زخمي کسان دغه هسپتال ته وړل شوي وو.

په سمدستي توگه د حملې پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستي.

په کوټه کې د ډیر وخت راهېسې په مذهبي او نسلي اقلیتونو خونړۍ حملې کیږي چې حکومتي مامورین یې پړه په تندوره مذهبي ډلو اچوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG