لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوټه کې ۲ هزاره ګان وژل شوي، دوه ټپیان دي


په کوټه کې پر شیعه هزارګانو هدفي برید شوی، چې په نتیجه کې یې دوه تنه وژل شوي او دوه ټپیان دي. د وژنې پړه یې تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

د جمعې په ورځ ناڅرګندو وسلوالو د کوټې ښار په لوېدیځه برخه کې د مسافرو پر یوه موټر ډزې کړې، چې کراچۍ ته روان وو.

د کوټې د پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه وایي، په یوه موټر کې شاوخوا شل تنه سپاره وو او له کوټې کراچۍ ته روان وو، چې د ښار په مشرقي بای پاس کې ناڅرګندو وسلوالو ورباندې برید وکړ او پکې سپرو مسافرو ته یې مرګ ژوبله واړوله

پولیس مشر وایي، په ډزو کې څلور تنه ټپیان شوي وو، چې په سمدستي توګه د کوټې پوځي روغتون (سي. ایم. ایچ) ته یووړل شول. په ټپیانو کې د دوو حالت مرګونی وو، چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

په وژل شویو کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی.

پولیس مشر عبدالرزاق چیمه وایي، دا د هدفي بریدونو د لړۍ یوه کړۍ ده. د ده په وینا په دې پېښه کې وسلوالو د هزاره قوم کسان په نخښه کړي، چې له شیعه اقلیت سره تړاو لري.

د دې برید پړه تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې، خو تر دې مخکې چې په بلوچستان کې پر هزاره شیعه ګانو بریدونه شوي، پړه یې اکثر سني وسلوالې ډلې لشکر جنګوي پر غاړه اخیستې ده.

په بلوچستان کې د هدفي بریدونو لړۍ شاوخوا لس کاله وړاندې پیل شوې او تر اوسه په دې صوبه کې شاوخوا ۱۴۰۰ هدفي بریدونه شوي دي. د هدفي بریدونو زیات هدف هلته مېشت هزاره ګان دي.

وسلوال د نورو شیعه ګانو پر ځای هزاره شیعه ګان ځکه په اسانۍ سره په نخښه کوي، چې دوی د خپلو څېرو له مخې په اسانۍ پېژندل کېږي.

په کوټه کې د هزاره قوم خلک وایي، چې هلته د دوی پر خلکو د پرله پسې وسلوالو بریدونو په نتیجه کې په تېرو لسو کلونو کې ګڼ شمېر خلک له پاکستانه بهرنیو هېوادونو ته کډه شوي دي.

XS
SM
MD
LG