لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کوټې وکيلان انصاف غواړي


په بلوچستان کښې د وکيلانو د تنظيم مرستیال مشر اجمل کاکړ وايي وکيلان د اتم اګست له پیښي ورسته په حکومتي ګامونو مطمئن ندي اوس حال دا دی وکيلان د ځان لپاره انصاف نشي میندلی. هغه ووېل اوس هم وکيلانو ته ګواښنې کیږي
په بلوچستان کښې د وکيلانو د تنظيم مرستیال مشر اجمل کاکړ وايي وکيلان د اتم اګست له پیښي ورسته په حکومتي ګامونو مطمئن ندي اوس حال دا دی وکيلان د ځان لپاره انصاف نشي میندلی. هغه ووېل اوس هم وکيلانو ته ګواښنې کیږي

پروسږ کال د اګست په اتمه نیټه د کوټې په حکومتي روغتون کښې یوه ځانمرګي حمله کښې تر نيمای زیات د سر وکيلان ووژل شو چې پکښې پنځلس په ستره محکمه کښې د مدافع وکيلان وو او زیاتره پښتانه وو.

د وکيلانو سازمان وايي د پیښي په اړه تر اوسه د انصاف درک نشته نو ځکه یی نن د دوشنبې له ورځي څخه تر دریو ورځو پوري د احتجاج په توګه کاربنديز او د وير اعلان کړی دی.

د اتم اګست په پیښه کښې باز محمد خان کاکړ هم ووژل شو چی د وکيلانو د تنظيم مشر، د انساني حقونو، ایلتي خپلواکی او د ولسواکی مخکښ مبارز و. د هغه خور میرمن ساره کاکړ ‌‌‌‌‌‌وی او ای ډيوه ته وویل د وژل شوي ورور او نورو وکيلانو په اړه له پاکستاني حکومت څخه د انصاف هيله نلري.

ددې په وېنا د پخوانی وزيراعظمي بې نظير بوټو د وژني پلټني سر ته و نه رسیدلې نو د وکيلانو پوښتنه به څوک کوي؟

خو میرمن ساره وايي له حکومت څخه یی یوه غوښتنه ده چی د داسي پیښو مخنيوی وکړي چې نور بچي يتيمان نشي او خوېندي ورارې نشي.

همدغه خونړی پیښه کښې د عوامي نیشنل ګوند بلوچستان مشر اصغر خان اڅکزی ورور عسکر خان اڅکزی هم وژل شوی و. اصغر خان اڅکزی وايي د کوټي د وکيلانو وژنه یوه غټه دسيسه وه او ددې لپاره مخکې هم دوه پلانونه جوړ شوي وو چی پکښې د بیرسټر علوي او بیرسټر امان الله اڅکزی د وژني په وخت وو خو دریم پلان د بلال انور کاسي په وژنه سر ته ورسیدی.

هغه ووېل ستره محکمه د پناما رسوای په قضیه کښې خو په شپږ میاشتو کښې فیصله ورکړي او وزيراعظم له منصبه لري کړي خو د کوټې د پیښي په اړه د خپل کمیسیون وړانديزونه نشي عملي کولای.

په بلوچستان کښې د وکيلانو د تنظيم مرستیال مشر اجمل کاکړ وايي وکيلان د اتم اګست له پیښي ورسته په حکومتي ګامونو مطمئن ندي اوس حال دا دی وکيلان د ځان لپاره انصاف نشي میندلی. هغه ووېل اوس هم وکيلانو ته ګواښنې کیږي.

پدې اړه د بلوچستان د اعلا وزير وياند جان محمد اڅکزي ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته ووېل چی حکومت ټول اړين ګامونه اخستي او د قاضي فائز عيسیَ د کمیسیون وړانديزونه عملي کولو لپاره یی اړونده ادارو ته امر ورکړی دی.

د کوټې د اتم اګست د نا‌ؤرين په هکله بشپړ بحث په لاندېني لينک اورېدی شئ. کوربه نصير احمد کاکړ دی.

please wait

No media source currently available

0:00 0:54:48 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG