لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوټه کې پولېس افسر او د هغه د کورنۍ درې کسان وژل شوي دي


د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې یو پولېس افسر، د هغه میرمن، یو زوی او ورور په ډزو وژل شوي دي.

د پاکستان د ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې ترمخه محمد الیاس چې د کوټې پولېس د تفتیش د څانگې مشر و د شورو، چارشنبې، په ماښام د کوټې په نوا کلي برخه کې روان و چې په موټر یې ډزې وشوې. د ډزو په نتیجه کې محمد الیاس، د هغه ښځه، یو زوی او یو ورور ووژل شو.

رپورټونه وايي په سمدستي توگه په پولیس د دې تازه حملې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخېستي خو حکومتي مامورین په سېمه کې د تشدد پړه په بېلتون خوښو بلوڅ وسله والو او یا په مسلح تندروه مذهبي ډلو اچوي.

تیره هفته د بلوچستان اېډیشنل انسپکټر جنرل حامد شکیل او دوه نور پولیس افسران په کوټه کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG