لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : نښته کې دوه پوليس او دوه تندلاري وژل شوي دي


کوئټه : نښته کې دوه پوليس او دوه تندلاري وژل شوي دي
کوئټه : نښته کې دوه پوليس او دوه تندلاري وژل شوي دي

د پاکستان دبلوچستان ايالت په سرښار کوئټې کې دپوليسو او تندلارو ترمينځ شوې نښته کې دوه پوليس عسکر او دوه تندلاري وژل شوي دي.
پوليس وائي پيښه کې يو تندلارى او يو پوليس عسکر ژوبل شوي هم دي.
دپوليسو په وينا دجمعې په ورځ سحر مهال يو شمير تندلاري دکوئټې څخه 360 کلو ميټره لرې جنوب ختيز لوري په ميرحسن سيمه کې دپوليسو په گاډي بريد کړى دى.
دنصيراباد سيمې دپوليسو مشرسعدالله يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وويل دتندلارو دبريد څخه وروستو پوليسو په بريد کوونکو ځوابي ډزې پيل کړې چې له دې وروستو تندلاري وتښتيدل.
هغه وويل پيښه کې دوه پوليس عسکر وژل شوي او يو بل ژوبل شوىدى.
پوليس مشر وويل نښته کې دوه تندلاري هم وژل شوي چې دهغوي مړي يو مقامي روغتون ته وړل شوي دي.
دتيرو څو مياشتو راهسې دبلوچستان په بيلا بيلو سيمو کې دهدفي وژنو او بمي چاؤدنو په پيښو کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده، ددغو بريدونو څخه داکثرو ذمه واري بلوڅ قام پرست تندروه تنظيمونه قبلوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG