د پاکستان د بلوڅ ملت پاله سياسي مشر او پخواني گورنر او وزیراعلی نواب اکبر بگټي د وژنې مقدمه کې یوعدالت د بلوچستان پخواني وزيراعلی جام محمد يوسف د نیولو وړانټ جاړي کړي دي. د رپوټونو ترمخه د سپېشل برانچ په غوښتنه په کوئټه کې د عدالت قاضي فېصل حماد د پخواني وزیراعلی جام محمد یوسف وړانټ جاري کړو.
جام یوسف نه علاوه په دغه مقدمه کې پخواني صدر پرویز مشرف، د پخواني صدراعظم شوکت عزيز ، د کورنيو چارو د پخواني وزير افتاب شيرپاؤ ، او د بلوچستان د کورنيو چارو د پخواني وزير شعيب نوشيرواني نومونه شامل دي.
عدالت د وړاندې نه د پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف او پخواني وزیر اعظم شوکت عزيز د نیولو وړانټ جاري کړي دي.
نواب اکبر بگټي په ٢٦م اگست کال ٢٠٠٦م کې د پوځي عملياتو په مهال د بلوچستان دکوهلو او ډيره بگټي ترمينځه يوه غرييزه سيمه کې دغار دننه دميزائيل په بريد کې وژل شوى ؤ.
کوئټه : د اکبر بگټي د وژنې مقدمه کې د جام يوسف د نیولو وړانټ جاري
