لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قريشي : افغانستان کې امن دپاکستان په گټه دى


شاه محمود قريشي وويل دفرورۍ په مياشت کې به دامريکا، افغانستان او پاکستان ترمينځ مذاکرات کيږي
شاه محمود قريشي وويل دفرورۍ په مياشت کې به دامريکا، افغانستان او پاکستان ترمينځ مذاکرات کيږي

د پاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي افغانستان سره په اړيکو کې ښۀ والي راځي او په افغانستان کې دامنيت پځايې کيدل دپاکستان په گټه دي.
لاهور کې ميډيا سره دخبرو په مهال شاه محمود قريشي وويل دفرورۍ په مياشت کې به دامريکا، افغانستان او پاکستان ترمينځ مذاکرات کيږي.
شاه محمود قريشي وويل د افغانستان خارجه وزير به هم ډير زر دپاکستان سفر کوي چې ورسره به په پاک افغان اړيکو کې نوره اضافه هم وشي.
هغه وويل دپاکستان او هند ترمينځ داوږدمهاله امن لپاره هڅې دوامداره ساتل پکار دي.
دهغه وينا وه دهند خارجه وزير ايس ايم کرشنا ورته هند ته دسفر بلنه ورکړې ده.
بل لوري ته دهند خارجه وزير ايس ايم کرشنا وئيلي دي هند او پاکستان دواړه دترهه گرۍ دستونزې سره مخ دي او ددغه ستونزې مقابلې لپاره به په گډه کار کول وي.
په نوي ډيلي کې خبريالانو سره دخبرو په مهال ايس ايم کرشنا وويل ترهه گري ديو حقيقت نوم دى او دغه ستونزه دپام نۀ شي غورځول کيدى.
دفرورۍ په مياشت کې دسارک دغونډې په موقع دپاکستان او هند دخارجه سکترانو ترمينځ دخبرو په حقله ايس ايم کرشنا وويل په دغو خبرو کې به ددواړو هيوادونو ترمينځ ټولې ستونزې تر بحث لاندې راځي.
هغه وويل پاکستان او هند ته به خپلې ستونزې دخبرو اترو له لارې هوارول وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG