لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قريشي: نړيواله ايجنسي د پاک چين ايټمي تړون جاج اخستى شي


قريشي: نړيواله ايجنسي د پاک چين ايټمي تړون جاج اخستى شي
قريشي: نړيواله ايجنسي د پاک چين ايټمي تړون جاج اخستى شي

د پاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي پاکستان دګاونډي هيواد چين سره جوهري تړون دانرژۍ په بحران دقابو موندلو لپاره کړى او کۀ چرې دجوهري انرژۍ نړيواله ايجنسي غواړي نو دپاکستان او چين ترمينځ ددغه جوهري منصوبې جاج اخستى شي.

ملتان کې په ابدالي روډ دمسلم کمرشل بينک دنوې ودانۍ دپرانستې څخه وروستو ميډيا سره خبرو کې شاه محمود قريشي وويل پاکستان يو ذمه وار هيواد دى او دايټمي پروګرام په هکله يې کله هم داسې پيښه نۀ ده رامينځته چې ترې انساني ځان ته کومه خطره وي.
شاه محمود قريشي وويل دپاکستان ايټمي وسلې بيخي په خوندي لاسونو کې دي.
هغه وويل دپاکستان او افغانستان ترمينځ دافغان ټرانزټ ټريډ تړون پينځه څلويښت کاله پخوانى دى او اوس دافغانستان سره نوى تړون کيږي چې لپاره يې دوزارتونو يوه کميټه کار کوي او 90 فيصده کار پرې مکمل شوى هم دى.
دبهرنيو چارو وزير وويل پاک ايران ګيس پائپ لائن تړون دپاکستان يوه سفارتي کاميابي ده او ورسره به په راتلونکي وخت کې دپاکستان دانرژۍ ضرورت پوره کيدو کې مرسته ترلاسه شي او دايران څخه راتلونکي ګيس په مدد به بجلي هم پيدا کولى شي.
هغه وويل چين سره ددوؤ ايټمي پاور پلانټس په ترلاسه کولو هم خبرې شوي دي او ائي اى اي اى به يې جاج اخستى شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG