لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قريشي : دترهگرۍ په ضد جگړه کې پاکستان ته 40 اربه ډالره زيان اوښتى


قريشي : دترهگرۍ په ضد جگړه کې پاکستان ته 40 اربه ډالره زيان اوښتى

دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وائي دترهگرۍ په ضد روانه جگړه کې دپاکستان ته د40ؤ اربو ډالرو څخه زيات زيان اوښتى دى.

په ترکيه کي ايشياء کې داړونده تماسونو او باور جوړونې ته دودې ورکولو دريمې سرمشريزې غونډې ته پخپله وينا کې شاه محمود قريشي وويل په نړيواله کچه دترهگرۍ په ضد دهمکارۍ ضرورت دى.
دبهرنيو چارو وزير وويل په نړيواله کچه دترهگرۍ په ضد همکاري داستخباراتو معلوماتو په راکړې ورکړې او دقانون پځايې کولو سره کيدى شي.
قريشي وويل دهند او پاکستان ترمينځ داړونده شخړو هوارى ضروري دى.
ښاغلي قریشي وويل په فريډم فلوټيلا داسرائيلي بريد څخه وروسته دفلسطين دستونزې زر تر زره هواري ته اړتيا ليدل کيږي.
ايشياء کې داړونده تماسونو او باور جوړونې ته دودې ورکولو کانفرنس په کال 1993ء کې دقازقستان صدر نور سلطان نذر بابوف په هڅو سره جوړ شوى ؤ چې مقصد يې دغړو هيوادونو ترمينځ صلاح مشورو او دباور جوړونې گامونو ته وده ورکول ؤ.

XS
SM
MD
LG