لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قریشي : 247ؤ ځانمرگي بريدونو کې 5550 نه زيات کسان وژل شوي


قریشي : 247ؤ ځانمرگي بريدونو کې 5550 نه زيات کسان وژل شوي

د پاکستان دننه د تيرو نهو کالو په مهال ترسره شوؤ 247ؤ ځانمرگي بريدونو کې 5550څخه زيات کسان وژل شوي اؤ د7000ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.

په وژل شوؤ کې درې زره عام وگړي اؤ 2550دامنيتي ځواکونو عسکردي.
دغه شمير شميره دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي دخالي په ورځ د ډيموکريټک پاکستان دملگرو دفورم دلوړپوړو چارواکو غونډې ته پخپله پرانستونکې وينا کې په ډاگه کړې ده.
شاه محمود قريشي وويل د تيرو نهو کلونو په مهال دترهگرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان معيشت ته د 43ؤ اربو ډالرو زيان اوښتى دى اؤ په هيواد کې په بهرنۍ سرمايه کارۍ هم بدې اغيزې شوي دي.
ښاغلي قريشي وويل دپاکستان ملگري دامن اؤ پرمختيا په هڅوکې پاکستان ته دملاتړ ورکولو يوه ذريعه ده.
دبهرنيوچارو وزير دغونډې په برخه والو ټينگار وکړو چې پاکستان ته دمرستو ورکولو ترڅنگ دسوداگرۍ اؤ نړيوالو منډهيانو پورې دخپلو سامانونو د رسد غوره موقعې ورکړي ترڅو دپاکستان اقتصاد پياوړى شي.
دډيموکريټک پاکستان دملگرو په کانفرنس کې دپاکستان اؤ افغانستان دپاره دامريکايي جمهور رئيس دځانگړي استازي رچرډ هولبروک ترڅنگ داسټريليا،ترکيې،فرانسې،هالينډ،چين اؤ سعودي عرب پۀ گډون دشلو هيوادونولوړپوړي چارواکې برخه لري.
دغه غونډه کې به ايشيايي ترقياتي بانک په پاکستان کې دانرژۍ په بحران دقابو موندلو دپاره دانرژۍ پلان هم وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG