لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برهان الدين رباني په وژنه افغانستان کې ماتم


گڼ شمير ماتم کوونکي دپخواني صدر دکور مخې ته په سړک راټول شوي، هغوي په لاسونو کې دپروفيسر رباني عکسونه او دحکومت مخالف بينرونه پورته کړي
گڼ شمير ماتم کوونکي دپخواني صدر دکور مخې ته په سړک راټول شوي، هغوي په لاسونو کې دپروفيسر رباني عکسونه او دحکومت مخالف بينرونه پورته کړي

تيره ورځ دافغانستان پايتخت کابل کې په يو ځانمرگي بريد کې دوژل شوي افغانستان دپخواني صدر برهان الدين رباني دوژنې په ضد په سلگونو کسان دشورو په ورځ ماتم کوي.
پوليس وائي يو طالب جنگيالي پخپل پټکي کې بم پټ کړى ؤ او دجوړجاړي دخبرو اترو په بهانه پروفيسر برهان الدين رباني ته نزدې ورغلى اؤ هغه يې پخپل کور کې وژلى ؤ.
په دغه پيښه کې نور څلور کسان هم وژل شوي وؤ او دافغان صدر حامد کرزي يو مهم مشير معصوم ستانکزى ژوبل شوى ؤ.
دبرهان الدين رباني يو ملګري دشورو په ورځ وئيلي دي کوم ځانمرګي چې پخوانى صدر وژلى هغه برهان الدين رباني سره دمخ په مخ ليدلو اصرار کولو او دطالبانو له لوري دامن تړون په اړه يې په کابل کې تر څو ورځو پورې انتظار کولو.
گڼ شمير ماتم کوونکي دپخواني صدر دکور مخې ته په سړک راټول شوي، هغوي په لاسونو کې دپروفيسر رباني عکسونه او دحکومت مخالف بينرونه پورته کړي.
دنيټو چارواکو ادعا کړې چې په دغه پيښه کې دوه ځانمرگي ککړ وؤ، چې دا تاثر يې ورکولو چې دجوړجاړي په لړ کې خبرې کول غواړي.
دطالبانو يو وياند ددغه پيښې دذمه وارۍ قبلولو سره وئيلي دي هغوي دپروفيسر رباني سره تماسونو جوړولو لپاره دوه زيات تربيت لرونکو جنگيالو ته ذمه واري سپارلې وه.
د برهان الدين رباني تعلق دتاجک ورورولۍ سره او هغه د1992ء څخه 1996ء پورې دافغانستان دصدر په چوکۍ پاتې شوى ؤ، تير کال هغه تندلارو سره دجوړجاړي لپاره دجوړې شوي امن کونسل مشر ټاکل شوى ؤ.
افغان صدر حامدکرزي په پروفيسر رباني دځانمرگي بريد غندنه کړې او وئيلي يې دي چې پروفيسر برهان الدين رباني دافغانستان او امن په خاطر دځان قرباني ورکړې.
څيړونکي وائي درباني دوژنې سره دافغان حکومت له لوري طالبانو سره دجوړجاړي په اړه پيل شوؤ خبرو اترو ته سخته ضربه رسيدلې او کال 2014م کې دغيرملکي پوځيانو دوتلو وروستو دامنيت په اړه يې دغه هيواد کې سختې انديښنې راپورته کړي.
دامن کونسل لپاره دنړيوالو اړيکو صلاح کار نمحمد اسماعيل قسيميار وئيلي دي چې ځانمرګى دعصمت الله په نوم پيژندل شوى ، دکونسل په ګڼ شمير غونډو کې يې برخه اخستې وه، هغوي ته يې وئيلي وؤ چې په طالب ياغيتوب کې هغه يو مهم تن دى او رباني سره به يواځې نيغ په نيغه خبرې اترې کوي، قسيم يار وويل هغه پروفيسر باني سره دامن خبرې اترې کول غوښتل.
داحمد شاه مسعود ورور احمدولي مسعود وائي چې دهغه دغه غوښتنه دافغانستان صدر حامد کرزي ته ورسول شوه ، چې هغه رباني ته ډاډ ورکړو او په هغه يې عصمت الله سره دخبرو اترو کولو غږ وکړو.
قسيم يار وويل چې ځانمرګي دامن کونسل دميلمنو لپاره استعماليدونکي يو کور کې تر هغې انتظار کولو چې رباني دايران ديوې دورې څخه بيرته راوګرځي.
قسيم يار وويل چې دنهې په ورځ رباني او ځانمرګي ليدنه وکړه، درباني په کور کې ځانمرګى دهغه سره دپخيرراغلي لپاره ورغلى ، خپل سر يې دپخواني صدر دسينې سره لاندې کړو او پخپل پټکي کې پټ بم يې والوځولو.
که هر څو نړيوالو ځواکونو په دغه پيښه کې ددوهم ځانمرګي دلاس لرلو خبره کړه خو افغاني چارواکو ددوهم ځانمرګي دموجوديت پخلى نۀ دى کړى، يو لويديز چارواکي وائي درباني دوژنې په اړه يو تن نيول شوى.
په عين حال کې دشورو په ورځ اسلام اباد کې دوفاقي کابينې غونډې ته دوينا په مهال دپاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني هم دپروفيسر برهان الدين رباني دوژنې غندنه وکړه او وې وئيل چې هغه دپاکستان ملگرى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG