لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د فرانس او صدر مېکران پرضد د قهره ډک احتجاجونه شوي


په پاکستان کې د اسلام د پېغمبر د زېږېدنې په ورځ وزيراعظم عمران خان يو ځل بيا د پېغمبر اسلام د سپکاوي پر ضد د اسلامي هېوادونو د مشرانو نه غوښتي چې په غربي نړۍ کې د 'اسلام نه د وېرې' د چېلنج خلاف يو موټی شي.

د عمران خان د رسمي وينا تر څنګ، په پاکستان کې نن ګڼ شمېر خلکو د فرانس پر ضد د قهره ‌‌‌‌‌‌ډک احتجاجونه هم کړي او د ياد هېواد د صدر مېکران د وينا د ازادۍ او اسلام په اړه د وروستي بيان غندنه يې کړې ده.

په پاکستان سږ کال د ۱۲ ربېع الاول ورځ په حکومتي کچه په اسلام اباد او د څلورو صوبو په مرکزي ښارونو کې د توپو په سلامۍ پېل شوه.

دا ځل د پېغمبر اسلام د زېږېدنې ورځ د نور کله نه ‌‌‌‌‌‌ډېره بدله ده. او دا ځکه چې د پاکستان په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د ځينو اسلامي هېوادونو مشرانو او اولسونو په فرانس کې په يوه طنزيه مجله کې د پېغمبر اسلام د کارټونونو جوړولو او هغې ته په غبرګون کې په فرانسويانو باندې د مسلمانانو حملو، سياسي وضعه ‌‌‌‌‌‌ډېره کړکېچنه کړې ده.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان يوې رسمي غون‌‌‌‌‌‌ډې ته ويلي چې د اسلام پېغمبر د مدينې رياست د انصاف، ورورولۍ او برابرۍ په اصولو جوړ کړی وو. خو د وينا زياته برخه يې د هغه په اصطلاح [اسلاموفوبيا] يا د اسلام نه وېره او د پېغمبر اسلام د سپکاوي په اړه وه.

په امريکا کې د نېشنل انټرسټ مجله په يوه تازه مقاله کې ليکي چې وزيراعظم عمران خان د اسلاموفوبيا نعرې د سياسي مقصد لپاره وهي. او دا چې په ګاونډي چين کې، د پاکستان نه څو سوه ميله لرې، په سېنکيانګ کې د مسلمانانو سره دچين په ناوړه چلند باندې خاموشي، د مجلې په وينا، د هغه منافقت ښايي.

د فرانس په طنزيه مجله کې د پېغمبر اسلام کارټونو چاپ کولو او د هغې وروسته پرله پسې په فرانس کې په فرانسويانو د حملو په ځواب کې د فرانس صدر مېکران د بيان د ازادۍ دفاع او په اسلام باندې نيوکو د اکثرو مسلمانانو قار نور هم پارولی دی.

په پاکستان کې ګڼ شمېر مظاهره چيانو په اسلام اباد کې د فرانس سفارت لور ته تلل غوښتل خو پوليسو سفارت ته نژدې نه دي پرېښودي. دغه شان په، لاهور، ملتان او پېښور کې هم د فرانس پر ضد احتجاجونه شوي دي.

يو شمېر نورو اسلامي هېوادونو لکه ترکي، سعودي او قطر هم د مذهبي سپکاوي غندنه کړې. په مصر کې د مذهبي چارو د وزير محمد مختار ګوما وينا په ټېلي وېژن خپره شوې او نوموړي د کارټونونو په ځواب کې د تشدد غندنه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG