لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت په خېبر پښتونخوا کې د نوو رېل ګاډو شوروع کولو پلان لري


د پاکستان مرکزي حکومت د پېښور ښار نه د رحمان بابا اېکسپرېس په نامه د رېل ګاډو (اوور ګاډو) شوروع کولو او د پېښور نه د شلمان سېمې پورې په پاک افغان لاره د نوي پټړۍ غځولو فیصله کړې ده.

دغه خبره د پاکستان د اوورګاډو یا ريلوې مرکزي وزیر شيخ رشيد احمد نن د پېښور د سفر په وخت کړې ده.

په پیښور کې یوې خبري غونډې ته د وینا په وخت وفاقي وزير وويلي د دسمبر مياشې په ۲۵مه نيټه به د رحمان بابا ايکسپريس پرانسته کوي.نوموړي ویلي رحمان بابا ايکسريس کې به د پيښور، نوښار، چارسدې، جهانګرې او نورو نژدیو سيمو غريب او مزدرورکاره خلک په مناسب کرايه د هیواد نورو برخو ته سفر کوي.

نوموړي زیاته کړې د مرکزي حکومت د پيښور نه د خېبر ضلعې د شلمان سيمي پورې په پاک افغان لاره د رېل ګاډو نوي پټرۍ غځولو منصوبه هم لري.

د پيښور نه خيبر ضلعې لنډي کوتل سيمې پوري د انګريز د وخت جوړ شوي ريلوې لائن د بیا جوړولو په اړه د پاکستان ریلوی مرکزي وزیر ویلی حکومت د دغه پټړۍ یا ټریک د بیا جوړولو منصوبه لري. په یاده پټړۍ به ۱.۸ بلينه روپۍ مصرف راځي.

د پيښور سرحد چيمبر اف کامرس اينډ انډستريز صدر فيض محمد وي او ای ډیوه ته ویلي د پاکستان او افغانستان ترمينځ تجارت د سړک د لارې کيږې، چي زیات تره د بدو پېښو له وجې بند وي.

نوموړي ویلي د پاکستان او افغانستان تجارتي لارو د بندیز سره د دواړه هیوادونو تجارت اغیزمن کیږي او که چرې د پيښور نه تر لنډي کوتله ريلوې لاېن جوړ کړی شي نو دوه اړخیزه تجارت به وده ومومي.

فيض محمد وايي د نورو لويو ګاډو په پر تله ريل ګاډي کې د تجارت سامان ووړل په کمه بېعه پریوځي او د یادې پټړۍ د زر تر زره جوړولو غوښتنه يې کړې.

وفاقي وزير د پيښور نه تر ټيکسلا پورې د دووه سفاري ټرينونه چلولو اعلان هم کړی او زیاته کړې يې ده د سفاري ټرینونو سره به ځاې پر ځاې دوکانونه هم جوړیږي چي ورسره به عامو خلکو ته د کارونو روزګارونو موقعې په لاس ورشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG