لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : مليشه ځواکونو ته دپوليسو اختيارات سپارل شوي دي


بلوچستان : مليشه ځواکونو ته دپوليسو اختيارات سپارل شوي دي
بلوچستان : مليشه ځواکونو ته دپوليسو اختيارات سپارل شوي دي

د پاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک وائي ترهګر غواړي پاکستان مات کړي خو هغوي چې چرته هم د حکومتي واک مخې ته اودريږي هلته به يې په ضد ګامونه اخستلى شي.
دبلوچستان ايالت په کوئټه کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې ښاغلي ملک وويل په بلوچستان کې دوضعيت ښه کولو لپاره مليشه ځواکونو يا ايف سي ته ددريوؤ مياشتو دپاره دپوليسو اختيارات ورکول کيږي.
هغه وويل مرکزي حکومت چې وغواړي هرې ايجنسۍ ته دپوليسواختيارات ورکولى شي.
دکورنيو چارو وزير زياته کړه هم د نن نه دبلوچستان وزيراعلي ته دمليشه ځواکونو دګمارنې اختيارات سپارل شوي دي وزيراعلي چې هره ضلع کې وغواړي مليشې ته به دپوليسو واک سپارلى شي.
هغه وويل دلته چې هررقم ګام اخستل کيږي هغه به دصوبائي حکومت په خوښه وي.
نوموړي په ډاګه کړه چې هغه بلوچستان ته يواځې دصوبائي حکومت دمرستې لپاره ورغلى دى.
نوموړي دا هم وويل چې دلبريشن او لشکر ټکي دکومو تنظيمونو دنومونو سره وي په هغې به قدغن لګول کيږي ځکه چې دغه تنظيمونه په بلوچستان کې دترهه ګرۍ فعاليتونو کې ککړ دي.
درحمان ملک وينا وه په بلوچستان کې چې له ازادۍ پرته نور هر څه غوښتل کيږي حکومت دهغې ورکړې ته تيار دى خو کوم خلک چې دازادۍ خبرې کوي هغوي سره به خبرې نۀ کيږي.
هغه وويل کوم تنظيمونه چې په بلوچستان کې ترهه ګرۍ کې ککړ دي هغوي کې بلوچستان ري پبلکن ارمي، بلوچستان لبريشن فرنټ او دبلوچستان دمسلح دفاع تنظيم په ګډون 5 تنظيمونه شامل دي.
دکورنيو چارو وزير زياته کړه ددغو تنظيمونو اکاؤنټونه ختم کړل شوي او اوس دوي هيچرته دفتر نۀ شي جوړولى.
هغه دا هم وويل په بلوچستان کې به هيچاته دکوتکمارۍ اجازه ورنۀ کړل شي او نۀ به هم دغلته عمليات وشي.
دنوموړي وينا وه صوبې څخه به دمذهبي ترهه ګرو په نوغي ويستو اولس ته دامن احساس ورکوي.
رحمن ملک وويل دلشکرجهنګوي، طالبانو او سپاه صحابه په ضد به ګامونه اخستل کيږي او ترڅو چې دلته امن نۀ وي پځايې شوى تر هغې به هغه دلته ځي راځي.
نوموړي په ډاګه کړه دمجرمانو تړاؤ چې هرې ډلې سره وي په ضد به يې ګامونه اخستل کيږي.
هغه وويل کله يې هم نۀ دي وئيلي چې په بلوچستان کې به دسوات او ملاکنډ په څير عمليات کيږي.
نوموړي سپيناوى وکړو چې په بلوچستان کې اپريشن نۀ کيږي بلکې دمعلوماتو او استخباراتي راپورونو په اساس هدفي ګامونه اخستل کيږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG