لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څېړنه : پاکستان تندلارو سره اړیکو پریکولو کې ناکامه شوی دی


څېړنه : پاکستان تندلارو سره اړیکو پریکولو کې ناکامه شوی دی

یوه نوي څېړنه وایي پاکستان د ترهگر ډلو سره اړیکې پریکولو کې ناکامه شوې دی او د پاکستان د دغه گام خپله د پاکستان او امریکا حکومتونو ته خطره پېښه کړیده.

د رنډ کارپورېشن نومي غېر دولتي تنظیم لخوا شوي دغه څېړنه وایي په تېره میاشت کې د نیویارک په ټائمز سکوائر کې د ناکامه بمي برید هڅه ددې خبری مثال دې چې یوه جنگیالي ډله چې تعلق یې پاکستان سره بهر ترهگرۍ کولې شي.
د رپوټ شریک لیکوال او د سیاسیتو کارپوه سېت جونز وائي پاکستان کې مختلف جنگیالي ډلې جگړه کې بوخت دي.
د رنډ کارپورېشن رپوټ زیاتوي جنگیالي ډلې ځکه تراوسه پاکستان کې خپل فعالیتونه کوي چې دپاکستان مشران دیاغیتوب مخنیوي لپاره فعاله تگلاره جوړولو کې ناکامه شوي دي.
دغه څېړنکارانو د امریکا په حکومت غږ کړې دی چې پاکستان ته ورکونکي ځېني پوځې مرستې دې ترهغه وځنډوي ترڅو پاکستان ترهگر ډلو سره خپلې اړیکې ختمې کړي نه وي.
د روانې میاشتې په پېل کې د لندن اسکول اف اکنامکس خپل رپورټ کې ویلې وؤ د پاکستان اسخباراتي اداره اي اسی ایي نه یواځې افغانستان کې طالبانو ته مالي مرستې، تربیه او د پناه ځایونه ورکوي بلکې د طالبانو شوری' کې نمائندگي هم لري. دپاکستان پوځي چارواکو دغه رپوټ رد کړی او ویلي دغه تورنه بې بنیاده او بدنیته دي.

XS
SM
MD
LG