لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنقیب مسید بېګناه وژنه: راؤ انوار دخپلۍ کرسۍ نه لرې کړل شوی


راؤ انوار
راؤ انوار

د کراچۍ مضبوط اؤ خونړی یادیدونکی پولیس افسر راؤ انوار دقبائیلي پښتون زلمي نقیب مسید دپولیسو نقلي مقابله کې د وژنې پسر دخپلې څوکۍ څخه لرې کړل شوی دی.

دپلټنو کمیټې پخپل راپور کې د راؤ انوار د نیولو اؤ دهیواد څخه د وتلو دمخنیوي په خاطر دهغه دنوم په ای سي ایل کې د اچولو سپارښتنې کړي دي. دپولیس دمشرانو درې کسیزې کمیټې زاؤ انوار نه په شوؤ پلټنو کې د پولیسو هغه مقابله چې پکې د نقیب د وژنې دعوه شوې شکمنه بللې.

دجنوبي وزیرستان ایجنسۍ سره تعلق لرونکی ۲۷ کلک نقیب مسید په ۳مه جنورۍ پولیسو دکراچۍ نه نیولی ؤ اؤ تیره اوونۍ یې مړی موندل شوی ؤ.

د راؤ انور دخپلې عهدې نه په لرې کولو دمدني ټولنې فعالانو په سوشل میډیا دخوشحالۍ څرګندونې کړي خو ورسره یې دا غوښتنه هم کړې چې هغه باید دپولیس د نوکرۍ نه په بشپړ ډول وویستل شي.

پخپله راؤ انوار د پلټنو دکمیټې راپور رد کړی اؤ تور یې لګولی چې دغه کمیټې نور پولیس زما په ضد بیانونو ورکولو ته مجبور کړي دي.
له دې وړاندې هم په راؤ انور دپولیسو نقلي مقابلو کې د لسګونو بې ګناه کسانو د وژلو تورونه لګیدلي اؤ چې کله هم دهغه په ضد پلټنې شوي نو ځان یې ترې سپین ویستی دی.

دنقیب مسید ددغه وژنې په ضد دزیارت په ورځ په ټول پاکستان کې سخت احتجاجونه شوي وؤ اؤ په سوشل میډیا هم یو منظم کمپائن چلیدلی ؤ چې له هغې وروسته په سندهـ صوبه کې د واکمنې پییپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو دخپل ګوندحکومت ته دهغه د وژنو دپلټنو امر کړی ؤ.

دبلاول بوټو په امر دسندهـ دپولیسو دمشر ای ډي خواجه لخوا ددغه پيښې دپلټنو دپاره د پولیسو د دریوؤ لوړ پوړو افسرانو یوه کمیټي جوړه کړل شوې چې دجمعې په ورځ دغه کمیټې د نقیب مسید په بېګناه وژنه د تورن پولیس افسر راؤ انوار نه پلټنې کړي وې.

راؤ انوار دغه کمیټۍ ته ویلي وؤ چې نقیب مسید ترهګرو ډلو سره تعلق لرلو اؤ هغه د پولیس سره دترهګرو یوه نښته کې وژل شوی خو ددغه پلټنیزې کمیټې مشر ایډیشنل ایي جي ثناء الله عباسي دپلټنو خپل راپور کې د راؤ انور دعوې بې اساسه بللي اؤ دهغه دخپل منصب نه د لرې کولو سپارښته یې کړې وه.
دپلټنو دکمیټې د راپور په اساس د سندهـ صوبې دپولیسو مشر ښاغلي ای ډي‌ خواجه دملیر سیمې ایس ایس پي راؤ انوار دخپلې څوکۍ څخه لرې کړی اؤ دهغه پځایې عدیل چانډیو دملیر ایس ایس پي ټاکلی دی.

دکراچۍ دیوې لساني ډلې ایم کیو ایم مشر ډاکټر فاروق ستار اؤ راؤ انوار ته نزدې نور زیاتره خلک وایي چې هغه سندهـ کې د واکمن پیپلز ګوند د مشر اصف علي زرداري نزدې سړی دی هم دغه وجه ده چې څوک ورته له ویرې څه نه شي ویلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG