کرکټر ډاټ کوم ليکي ښاغلی خان به د نړیوال کپ په سیالیو کې د زغل لپاره د جوگه کېدلو په څلورم مارچ کیدونکې لوبه کې کپتاني کوي .
د افغان کرکټ لوبډلې اوسنی کپتان اصغر ستانکزی به په دغه ورځو کې د زمبابوی په یو روغتون کې د اپنډکس جراحي کوي.
ویب پاڼه ليکي د افغان کرکټ لوبډلې کپتاني به د ځلمي لوبغاړي لپاره یوه بله کارنامه وي.
ددې څخه وړاندې پیژندلی سپېن بالر راشد خان د پنځوسو اورونو د لوبو وروستو د شلو شلو اورونو یا ټي-۲۰ لوبو غوره بالر هم وټاکل شو.
د کرکټ مشهورې ویب پاڼې کرک اېنفو تر مخه په شارجه کې د زمبابوې پرضد لوبو کې د افغانستان راشد خان د ۸.۴ اورونو په اوسط د ۵ لوبغاړو په سوځولو دغه مقام ترلاسه کړی
راشد خان د افغانستان قامي لوبډلې لپاره ۲۹ ټي-۲۰ لوبې کړي او ۴۸ وکټې یې ترلاسه کړي. سره د دې راشد خان د هندوستان، اسټریلیا، برتانیې، وېسټ انډیز او بنګله دېش په لیګ مېچونو کې هم لوبیږي او دغلته هم کامیاب بالر ګڼل کیږي