لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: تېرکال په پاکستان کې د اقلیتي مېرمنو سره په زور ودونه زیات شوي وو


د مذهبي هم اهنګۍ لپاره د وزير اعظم عمران خان سلا کار مولانا طاهر اشرفي د سېنټر فار سوشل جىټس شميرى رد کړي دي او بى اساسه یې بللي دي
د مذهبي هم اهنګۍ لپاره د وزير اعظم عمران خان سلا کار مولانا طاهر اشرفي د سېنټر فار سوشل جىټس شميرى رد کړي دي او بى اساسه یې بللي دي

د سېنټر فار سوشل جسټس نومې غير حکومتي ادارې د شميرو ترمخه د کال 2020 په نسبت په کال 2021 کې په پاکستان کې د مذهبي لږکيو زنانو سره په زور په ودونو کې اضافه شوي وه.

بلخوا، مذهبي اقليتونو مشران د پارليمان قايمه کميټي لخوا د جبري ودونو او په جبر د مذهب بدلولو د مخنيوي په اړه د قانوني مسودې رد کيدو ته سخت غبرګون څرګند کړی دی.

د مذهبي هم اهنګۍ لپاره د وزير اعظم عمران خان سلا کار مولانا طاهر اشرفي د سېنټر فار سوشل جىټس شميرى رد کړي دي او بى اساسه یې بللي دي.

د سينټر فار سوشل جسټس د شميرو ترمخه په کال دوه زره شلم کې په پاکستان کې د لږکيو زنانو سره د جبري ودونو او مذهب بدلون 15 کيسونه ريکارډ شوى وو خو کال 2021 دغه پيښو شميره 60 ته رسيدلې وه.

د عيسايي ټولنې د تنظيم مشر پيټر جيکب وايي دى کى 32 پيښى سينده ۲۶ پنجاب او يوه پيښه بلوچستان کى رامنځ ته شوى.

د وي او ای ډيوه سره خبرو کى پيټر جيکب وويل بيا په دى ډيره فکرمندى ښودلى چى په دې کې د زياتره اغيزمن شوو جينکو عمرونه د اتلس کاله نه کم دي.

نوموړي زياته کړه جبري ودونه د مذهب قانون غلط کارولو او دغه څير د يوشمير ستونزو له امله تيرو څو کالو کې د لکهونو په شميره کى اقليتونو د پاکستان نه تيښتا کړيده او د پيټر جيکب په خبره پاکستان کى شوى أخري سر شميرنو د نتيجو نه هم د دى پخلى کيږي.

خو دمذهبي يو والى لپاره د وزير اعظم عمران خان سلا کار مولانا طاهر اشرفي د جبري ودونو او په جبر اسلام قبلولو د پيښو په اړه د سېنټر فار سوشل جسټس شميرى ردوي او دا د پاکستان په ضد بى بنياده پراپيګنډه بولي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کى طاهر اشرفي وويل تير کال کى د جبري واده د پنجاب اوکاړه سيمه کى يوه او په سينده کى دري واقعات رامنځ ته شويدي او د طاهر اشرفي په خبره دې نه علاوه پيټر حيکب سره د نورو واقعات ريکارډ وي نو مخى ته دى راوي حکومت به کاروايي کوي.

په پاکستان کى د اقليتونو مشران د قامي اسمبلى اړونده کميټي لخوا جبري ودونو په اړه قانوني مسوده رد کيدو ته سخت غبرګړن ښاي

که څه هم د ملکي قانون د لاندى پاکستان کى کم عمر او په جبر وادونو لپاره سزا ټاکلى شوى خو جبري مذهب بدلولو په سر سزا نيشته دى.

د لږکيو مشران او دبشري حقونو تنظيمونه د ډير وخت راهسٸ داسى قانون غوښتنى کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG