لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټونه: په مظفراباد کې د احتجاج کوونکو او د امنیتي ځواکونو جګړې شوې، درې کسان وژل شوي دي


د ګل، دوشنبې، په ماښام چې د مارچ د ګډون والو وړمبۍ برخه په مظفراباد کې د قانون ساز اسمبلۍ مخې ته ورسېده نو د احتجاج کوونکو او د پولیس جګړه شروع شوه. مظاهره چیانو د منشتر کولو دپاره پولیس د اوښکو ګېس وچلولو
د ګل، دوشنبې، په ماښام چې د مارچ د ګډون والو وړمبۍ برخه په مظفراباد کې د قانون ساز اسمبلۍ مخې ته ورسېده نو د احتجاج کوونکو او د پولیس جګړه شروع شوه. مظاهره چیانو د منشتر کولو دپاره پولیس د اوښکو ګېس وچلولو

د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر مرکزي ښار مظفراباد په مختلفو برخو کې د احتجاج کوونکو او د امنیتي ځواکونو جګړې شوي او اطلاعات وايي په ډزو کې درې کسان وژل شوي دي.

د وي او ای اردو څانګه په خپل رپورټ کې وايي چې په تشدد کې پينځه کسان زخمیان شوي هم دي او د هسپتال سرچینو ویلي په زخمیانو کې یو ماشوم هم شامل دی.

په سیمه کې انټرنېټ او مابل تړل شوی چې له امله يې معلوماتو په لاس رسي او رابطو کې مشکلات پېدا شوي دي.

د اردو څانګې د رپورټ ترمخه په وژل شویو کسانو کې یو تن د مظفراباد دی او د دوو نورو کسانو شناخت نه دی شوی.

بلخوا د لانګ مارچ ګډون وال مظفراباد ښار ته داخل شوي دي.

د ګل، دوشنبې، په ماښام چې د مارچ د ګډون والو وړمبۍ برخه په مظفراباد کې د قانون ساز اسمبلۍ مخې ته ورسېده نو د احتجاج کوونکو او د پولیس جګړه شروع شوه. مظاهره چیانو د منشتر کولو دپاره پولیس د اوښکو ګېس وچلولو.

په مظفراباد کې د تشدد د پېشو په اړه د رپورټونو نه مخکې د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د پاکستان انتظام لاندې کشمير کې د مسلو هوارولو دپاره په سمدستي توګه د ‏‎23‎‏ اربه روپو ورکولو منظورې ورکړه او ‏د کشمیر حکومت د بجلۍ او اوړو د بيعو کمولو اعلاميه جاري کړې ده.‏

د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر کې د ځايي خلکو لخوا د اوړو او بجلۍ په بيعو کې د کمي ترڅنګ د نورو غوښتنو منلو دپاره د درېو ورځو راهسې ‏احتجاجي مظاهرې او بيا پلازمينې مظفر اباد ته لاريون پيل کړل شوی وو.‏

شهباز شريف نن د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر کې د روانو حالاتو په اړه د لوړې کچې غونډه رابللې، چې پکې د کشمیر وزيراعظم، وزيرانو او سياسي ‏مشرانو ګډون کړی دی.‏

د وزيراعظم دفتر ويلي، په غونډه کې د پاکستان د انتظام لاندې کشمير کې د حالاتو د جاج اخستو وروسته شهباز شريف د کشميريانو د مسلو هوارولو ‏دپاره په سمدستي توګه د ‏‎23‎‏ اربه روپو ورکولو منظوري ورکړې ده.‏

د رپورټونو ترمخه پرون په کشمير کې احتجاجونه او مظاهرې روانې وې. له دغې په وړاندينۍ شپه په کوټلي کې په جرايي علاقه کې د پوليسو او مظاهره ‏چیانو ترمنځ نښتو کې د پوليسو يو افسر (اې اېس پي) او تحصيلدار په ګډون څو تنه ژوبل شوي دي.‏

د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر کې د احتجاجونو او تشدد څخه ډکو مظاهرو په مهال موبايل انټرنېټ سروس ځنډول شوی او نن سرکاري دفترې او ‏تعليمې ادارې هم تړل شوې وې.‏

په کشمير کې روانو احتجاجونو کې د تشدد په پېښو کې تراوسه پورې يو پوليس وژل شوی او ګڼ مظاهره چیان هم ژوبل شوي دي.‏

تېره شپه د لاريون کوونکو د کمېټۍ او ځينې حکومتي چارواکو ترمنځ خبرې شوې خو کومه نتيجه یې نه وه ورکړې او نن لاريون مظفراباد پله په لار وو.‏

د شهباز شريف د پېسو منظورولو وروسته د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر وزيراعظم انوارالحق په يوه خبري غونډه کې د بجلۍ او اوړو د بيعو کمولو ‏اعلاميه ښکاره کړه او وې یې ويل، د پاکستان د مرکزي حکومت سره د خبرو وروسته په بجلۍ او اوړو به سبسډي يا مراعات ورکولی شي.‏

هغه ویلي، دغه مراعات به موقتي نه وي بلکې دا به مستقل وي او د کشمیر په راتلونکي بجټ کې به شاملولی شي. هغه زياته کړې د نيلم جهلم په بيعه د ‏بجلۍ په اړه فېصله به هم زر وکړل شي.‏

د رپورټونو ترمخه د انوار الحق د اعلان وروسته د لاريون مشرانو ویلي، په ليکلې بڼه د غوښتنو منلو پورې به یې لاريون روان وي او هر ځای به خبرو اترو ‏ته کښېني.‏

د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر کې د بجلۍ په قيمتونو کې د کمي او په اوړو د سبسډۍ په سر تازه احتجاجونه او لاريونه درې ورځې وړاندې پيل شوي ‏خو د غوښتنو دا لړۍ د تېر کال راهسې دوام لري.‏

تېر کال د مې په میاشت کې پيل شوي احتجاجي غورځنګ کې دوه غټې غوښتنې کېدې، يوه د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر په دريابونو جوړېدونکې ‏بجلۍ د ضرورت ترمخه په پيداواري مصرف بيرته ځايي ابادۍ ته ورکول او بل د ګلګت بلتستان په څېر د اوړو په قيمتونو سبسډي يا مراعات ورکول ‏شامل دي.‏

په نورو غوښتنو کې د بېورو کرېسي او اشرافيه سرکاري مراعات کمول، بلدياتي استازو ته د پرمختيايي فنډونو منتقل کول، په کشمېر کې د موبايل فون ‏انټرنېټ ښه کول، د زده کوونکو د اتحاديو په ځای کول، د کشمير بېنک شيډولډ بېنک ګرځول، او په منګلا ډېم د رټوعه هريام پل جوړول شامل دي.‏

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن ويلي، د یاد غورځنګ په پيل کې د حکومت لخوا د دوی د غلي کولو په لړ کې د بشري حقونو سرغړونې شوي، او ‏ولسي شريکې کمېټۍ ویلي، ځينې مشران یې نيول شوي دي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG