د امریکې د ۱۱۹ کانګرس وړمبۍ غونډه به د جمعې په ورځ شروع شي. ريپبلېکن پارټي د کانګرس په دواړو اېوانونو هاوس اف رېپرېزېنټېتیوز او اېوان بالا، سېنېټ، کې د ډېموکرېټېک پارټۍ په مقابل کې اکثریت لري خو وېل کېږي چې د اکثریت باوجود به ریپبلېکن پارټي په قانون سازۍ کې د مشکلاتو سره مخامخ کېږي.
د ريپبلېکن پارټۍ نه مخکې په سېنېټ کې د ډېموکرېټېک پارټۍ اکثریت و. سېنېټر مېچ مېکانل په سېنېټ کې د ريپبلېکن پارټۍ د غړو د مشرۍ نه دستبردار شوی او د هغه په ځای سېنېټر جان تون د ريپبلېکن سېنېټرانو د مشرۍ دپاره نامزد شوی دی.
سېنېټ په مجموعي توګه ۱۰۰ غړي لري. ريپبلېکنز په سېنېټ کې د ډېموکرېټېکس د ۴۷ چوکیو په مقابل کې په ۵۳ چوکیو اکثریت لري خو په اېوان کې د زیاتره قانون سازۍ د منظورۍ دپاره د ۶۰ ووټونو ضرورت وي.
په هاوس کې ريپبلېکنز د ډېموکرېټېس د ۲۱۵ په مقابل کې ۲۱۹ چوکۍ لري. د ريپبلېکنز د هاوس موجوده سپیکر مایک جانسن بیا د دغه چوکۍ دپاره نامزد کړی دی خو تېره میاشت حکومت دپاره د فنډونو مظورولو دپاره د ډېموکرېټېک پارټۍ سره د هغه د معاهدې وروسته د سپیکر په توګه د هغه بیا کامیابېدل په خطر کې دي.
که چېرې په هاوس کې د ريپبلېکن پارټۍ دوو غړو هم د هغه خلاف ووټونه ورکړل نو د سپیکر په حېث د جانسن منتخب کېدل به په خطر کې وي. توقعو ده چې ډېموکرېټېک پارټي به د جانسن په مقابله کې د سپیکر دپاره حکیم جېفریز نامزد کړي خو ښکاري چې هغه به په یو څو ووټونو ناکامه شي.
په کانګرس کې د دواړو ګوندونو د غړو شمېرې د نومبر په پينځمه نېټه د صدارتي انتخاب او د کانګرس دپاره شویو ووټونو وروسته بدلې شوي دي.
په صدارتي انتخاب کې ډانلډ ټرمپ د ډېموکرېټېک پارټۍ حرېفې او نایب صدر کاملا هېرېس ته ماتی ورکړی دی. ټرمپ به د جنورۍ په شمله نېټه د صدارت د دویمې دورې سوګند پورته کوي.
ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ د سوشل میډیا دلارې په هاوس کې د سپیکر د چوکۍ دپاره د جانسن حمایت وکړو او هغه يې ښه، محنتي او مذهبي تن وبللو.
په هاوس کې د ريپبلېکن پارټۍ دوو غړو چېپ روی او د تامس مېسي د جانسن د مشرۍ په اړه د شکوکونو اظهار کړی او د ټرمپ اتحادي او مشیر سټیو بېنن د ريپبلېکن پارټۍ په غړو غږ کړی چې جانسن دې د مشرۍ نه لرې کړي.
که چېرې جانسن او یا د ريپبلېکن پارټۍ بل رهنما د سپیکر د انتخاب دپاره مطلوبه ووټونه په اخیستلو کې ناکامه کېږي نو په شپږمه جنورۍ چې اېوان په صدارتي انتخاب کې ټرمپ د بریا حتمي او رسمي منظوري ورکوي، مشر به نه لري.
په روایتي توګه د نوي صدارت او د نوي کانګرس وړمبۍ ۱۰۰ ورځې د قانون سازۍ په اړه پرعظم وخت ګڼل کېږي.
یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي
Forum