لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه وايي پاکستان څخه ٣٧٠٠٠٠ افغانان ستانه شوي دي


Afghan refugees in Karachi Pakistan
Afghan refugees in Karachi Pakistan

د ملگرو ملتونو د بشري امداد اداره وايي سږ کال د پاکستان څخه ٣٧٠٠٠٠ افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي چې پکې په پاکستان په غیر قانوني توگه مشیته او رجسټرډ کډوال شامل دي.

په کابل کې د اتوار، یکشنبې په ورځ په خپل بیان کې یو این افس فار کوارډینیشن اف هیومینیټرین افیریز یا یونوچا وویل یوازې تیره ٥٢٠٠٠ افغانان د پاکستان نه خپل هیواد ته بیرته راغلل چې د کال ٢٠٠٩ راهسې د یوې هفتې په وخت کې هیواد ته د ستنیدونکو افغانانو تر ټولو لویه شمیره ده.

یو نو چا وايي تیره هفته د هرې ورځ په حساب تر ٥٢٠٠ پورې افغانان خپل ملک ته ستانه شول او که چرې دغه تناسب جاري وي نو د کال ٢٠١٦ تر د اخیره پورې به ۴۴٦٠٠٠ پورې مهاجر خپل وطن نه بیرته لاړ شي.

په پاکستان کې د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې، یو این ایچ سي ار، مامورین وايي زیاتره افغانان په خپله رضا وطن نه ستنیږي خو ستنیدونکو افغانانو ته په مالي امداد کې د ٢٠٠ ډالرو نه ۴٠٠ ډالرو اضافه او د افغان حکومت له خوا افغانانو ته وطن ته د ستنیدو خواستونه د کډوالو په بیرته کې د اضافي اهم اسباب دي.

افغانستان ته ستانه شوي کډوال بیا ګیله کوي د افغانستان حکومت لخوا دوي ته سهولتونه نه دي ورکړی شوي او دوي اوس په سپیره ډاګونو په کیمپونو کې ژوند کوي. په کابل کې د ډیوه خبریال حقمل روان د دغه کډوالو غوښتنې او د افغانستان حکومت دریځ په یو رپورټ کې راغونډ کړی. تاسو ېې په لاندیني لنک اوریدی شۍ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG