لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رویټرز: د اقتصادي بدحالۍ د خطر سره مخامخ ملکونو کې پاکستان هم شامل دی


پاکستان ته د قرض ورکولو په لړ د نړیوالې مالیاتي ادارې ای اېم اېف د تېرې هفتې د اعلان په اړه رویټرز په خپل رپورټ کې وویل پاکستان دپاره به دغه اعلان بل ښه وخت نه و ځکه چې د توانای د زیاتو قیمتونو له امله هېواد د ادایګۍ د کړکيچ سره مخامخ کړی دی

په عمومي توګه د اقتصادي بدحالۍ د خطر سره مخامخ ملکونو پېسه بې قدره کېږي، د ونډو په بازار کې یې کاروبار کمزوری وي او د زر مبادله ذخیره يې انتهايي کمه شوي وي. دا خبرې رویټرز خبري ادارې په خپل یو ورستي رپورټ کې کړې دي.

په رپورټ کې پاکستان د هغو ملکونو په فهرست کې شامل کړی شوی دی چې په اقتصادي کچه د دغه قسم حالاتو سره مخامخ دي.

د پاکستان نه علاوه د رویټرز په دغه فهرست کې د لبنان، سري لنکا، روس، سورینام او د زېمبیا ذکر شوی او وېل شوي چې ملکونه ډیفالټ یا د قرضونو په بېرته ادا کولو کې ناکامه شوي دي.

بېلاروس د ډیفالفټ کېډو په څنډه ولاړ دی او رویټرز وايي لږ تر لږه ۱۲ نور داسې ملکونه د خطر سره مخامخ دي چېرته چې افراط زر او په ګرانو شرطونو اخیستلو شویو قرضونو د اقتصادي بدحالۍ خطرات زیات کړي دي

ماهرین ګڼي که په نړیواله کچه مارکېټونه استحکام مومي او نړیواله مالیاتي اداره انټرنېشنل مانيټري فنډ ورسره مالي ورسته وکړي، نو د اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ زیاتره ملکونه د ډیفالټ یا د بدحالۍ نه بچ کېدلی شي.

د روټیرز په رپورټ کې د پاکستان په اړه وېل شوي چې د پاکستان د زرمبادله ذخایر نهه اشاره اته بېلین ډالرو ته رسېدلي دي چې د پېنځو هفتو د درامداتو دپاره په مشکله کافي دي.

د ډالر په مقابل کې پاکستانۍ روپۍ غورځېږي او د ګل، دوشنبې، په ورځ یو ډالر ۲۱۵ روپو ته ورسېدو.
رپورټ وايي پاکستان ته پکار ده چې په سمدستي ډول خپل اخراجا کم کړي ځکه چې هېواد د خپل امدن ۴۰ فیصد برخه د قرضونو په سود ادا کوي.

پاکستان ته د قرض ورکولو په لړ د نړیوالې مالیاتي ادارې ای اېم اېف د تېرې هفتې د اعلان په اړه رویټرز په خپل رپورټ کې وویل پاکستان دپاره به دغه اعلان بل ښه وخت نه و ځکه چې د توانای د زیاتو قیمتونو له امله هېواد د ادایګۍ د کړکيچ سره مخامخ کړی دی.

د پیسو نړیوالې ادارې ای ایم ایف ویلي، پاکستان ته تر یوولس سوه میلینه ډالرو د زیاتو پیسو ورکولو په یوه لوظنامه راضي شوي دي.

د شورو- چارشنبې په ورځ ای ایم ایف په یو بیان کې وویل دا تړون به هله عملي کېږي چې د ادارې اعلی چارواکي یې منظوري ورکړي.

ای ایم ایف په خپل بیان کې ویلي، په نړیواله کچه لوړو بیو او د پاکستان له خوا په مالي څانګه کې ناوخته پرېکړو د پاکستان د روپۍ بیه کمه کړې او د هېواد په خزانه کې یې د ډالرو پانګې اغېزمنې کړې دي.

د پیسو نړیواله اداره وایي پاکستان به په نوي منظور شوي بجټ کې د اقتصاد ښه کولو لپاره ګامونو عملي کولو ته لومړیتوب ورکوي، د روپۍ بیه به د مارکیټ خوښې ته پرېږدي او یوه فعاله مالي تګلاره به خپلوي.

بیان زیاتوي پاکستان به اقتصاد کې بنیاد اصلاحات کوي او د کمزورو وګړو د خوندي ساتلو پلانونه به غزوي:"پاکستان پر یو ستونځمن اقتصادي پړاو ولاړ دی، تر اقتصادي حد زیاتې ګرمۍ یې په روان مالي کال کې لویې مالي او بهرنۍ خسارې پیدا کړې، افراط زر یې زیات شو."

XS
SM
MD
LG