لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ريمنډ ډيوس بدني ريمانډ کې د اتوؤ ورځو پراختيا


د ريمنډ ډيوس بدني ريمانډ کې د اتوؤ ورځو پراختيا
د ريمنډ ډيوس بدني ريمانډ کې د اتوؤ ورځو پراختيا

د پاکستان دلاهور ايالت يوې محکمې ددوؤ وگړو په وژنه کې ککړ امريکائي وگړى ريمنډ ډيوس دنورو اتوؤ ورځو بدني ريمانډ لپاره پوليس ته سپارلى دى.
په عين حال کې دپاکستان دبهرنيو چارو ددفتر له لوري داووۀ نيز احوال تيرولو په وخت دريمنډ ډيوس په حقله دخبريالانو په پوښتنه بريفنگ ملتوي کړل شوى او خبريالانو احتجاج کړى دى.
ريمنډ ډيوس دزيارت په ورځ په سختو امنيتي تدابيرو کې د لاهور دمجسټريټ په وړاندې پيش کړل شو،دغلته دعدالت څخه دهغه په ريمانډ کې دپراختيا خواست شوى ؤ کوم چې منظور کړل شو.
بل لوري ته دپاکستان دخارجه دفتر وياند عبدالباسط په اسلام اباد کې داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دريمنډ ډيوس په اړه دپوښتنې وروستو بريفنگ ځنډولى دى.
کله چې دعبدالباسط څخه دريمنډ ډيوس په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وويل دامريکائي سفارت کار معامله په عدالت کې ده او هغه په دغه اړه تبصره کول نۀ غواړي چې دهغه په دې ځواب خبريالان دخپلو کرسو څخه پاسيدل او احتجاج يې وکړو.
دخارجه دفتر وياند په دې اووۀ نيز بريفنگ وځنډولو.
دامريکائي چارواکو وينا ده نيول شوى تن په لاهور کې دامريکائي قونصل خانې دعملې برخه ده او هغه دسفارت کار حيثيت ترلاسه دى ، چې له مخې يې قانون پځايې کوونکې پاکستاني ادارې نۀ خو هغه نيولى او نۀ هم دهغه په ضد مقدمه جوړولى شي.
دپاکستاني چارواکو په وينا دامريکائي وگړي نوم ريمنډ ډيوس دى خو دهغه دسفارتي حيثيت په حقله پاخۀ اطلاعات تر دې مهاله مخې ته نۀ دي راغلي، خو داپوزيشن دنيوکې دځواب ورکولو په مهال دکورنيو چارو وفاقي وزير رحمان ملک يوه ورځ وړاندې دپاکستان برني ايوان يا سينيټ په غونډه کې وئيلي وؤ ريمنډ ډيوس په سفارتي پاسپورټ پاکستان ته رسيدلى ؤ.
امريکائي سفارت خانې دخپل سفارت کار گرفتاري غيرقانوني گرځولې او دهغه دسمدستي خوشې کولو غوښتنه يې کړې ده خو پاکستاني چارواکي وائي دپيښې پلټنې کولى شي او په دغه حقله به کارروائي دملکي او بين المللي قوانينو سره سمه کولى شي.
دلاهور هائيکورټ په امر دريمنډ ډيوس نوم ايگزټ کنټرول لسټ کې شامل کړل شوى دى چې دغه شان دپلټنو او عدالتي کارروايۍ مکمليدو وړاندې هغه پاکستان څخه بهر لاړ نۀ شي.
دريمنډ ډيوس دريځ دى هغه په موټر سائيکل سوارو دوؤ ځوانانو په اووۀ ويشتمه جنورۍ ډزې پخپله دفاع کې کړې وې، ځکه چې دغو کسانو غوښتل هغه لوټ کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG