لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شام د انساني حقونو تنظیم وايي امریکايي حملو 18 ایران پلوه وسله وال وژلي


د انساني حقونو د څارنې تنظیم وویل دغه 18 ایران پلوه وسله وال د شام په مشرقي برخه کې د جمعې په ورځ شویو حملو کې وژل شوي. د وژل شویو وسله والو څخه پینځه په دیر الزور کې وژل شوي، چې د شام د مشرقي سیمې د ټولو نه لوی ښار دی
د انساني حقونو د څارنې تنظیم وویل دغه 18 ایران پلوه وسله وال د شام په مشرقي برخه کې د جمعې په ورځ شویو حملو کې وژل شوي. د وژل شویو وسله والو څخه پینځه په دیر الزور کې وژل شوي، چې د شام د مشرقي سیمې د ټولو نه لوی ښار دی

په شام کې امریکايي حملو د ایران په ملاتړ جنګېدونکي لږ تر لږه 18 وسله وال وژلي دي. دا خبره د شام د انساني حقونو تنظیم سیرین ابزروېټري فار هیومن رایټس کړې ده.

د انساني حقونو د څارنې تنظیم وویل دغه 18 ایران پلوه وسله وال د شام په مشرقي برخه کې د جمعې په ورځ شویو حملو کې وژل شوي. د وژل شویو وسله والو څخه پینځه په دیر الزور کې وژل شوي، چې د شام د مشرقي سیمې د ټولو نه لوی ښار دی.

د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ‌ اعلان کړی وو، چې په منځني ختیځ کې د درېو امریکايي عسکرو د وژل کېدو په جواب کې امریکې په شام او په عراق کې د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو د هدفونو او اسانتیاو خلاف شروع کړې ده.

امریکايي پوځي چارواکو په حملو کې د مرګ ژوبلې تصدیق نه دی کړی.

د امریکايي پوځ چارواکي لېفټينېنټ جنرل ډګلس سېمز وویل د 30 منټو په حملو کې په شام کې څلور او په عراق کې څلور د ایران سره تړلي مرکزونه وویشتل شوو.

سېمز وویل دا نه ده واضحه چې ایا په حملو کې وسله وال وژل شوي دي او که نا؟ خو دا معلومه ده چې په هدف شویو ځایونو کې د پاسداران انقلاب عسکر او ورسره د تړلو وسله والو ډلو وسله وال موجود وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG