لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په ننګرهار کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې 10 تنه مړه شوي دي


د افغانستان د ننګرهار ولایت په مومندره ولسوالۍ کې نن سهار وختي یوه کوچنۍ کښتۍ په سیند کې ډوبه شوې ده چې د چارواکو په وینا د ښځو او ماشومانو په ګډون 10 تنه پکې مړه شوي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ادارې د اطلاعاتو آمر صدیق الله قریشي بدلون پر خپل ایکس په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي چې تر اوسه ددغې ډوبې شوې کښتۍ ژغورل شوي کسان د سیمې روغتون ته وړل شوي دي.

قریشي بدلون اې پي ته ویلي په کښتۍ کې ټول 25 کسان سپاره وو،‌ وایي درې ټپیان چې روغتیايي حالت یې د اندیښنې وړ وو د جلال اباد ښار روغتون ته د علاج لپاره وړل شوي دي. اې پي مخکې د قریشي له خولې په پېښه کې د 20 تنو د مړینې خبر ورکړی وو.

د اطلاعاتو او کلتور ادارې د اطلاعاتو آمر ویلي چې تر اوسه له اوبو څخه د نهو کسانو مړي را ایستل شوي دي او په نورو پسې پلټنه روانه ده کیدای شي چې ځینې نور کسان هم ژوندي وژغورل شي.

دې ادارې رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پیښه د شنبې- خالي په ورځ سهار په ځايي وخت شاوخوا اووه نیمې بجې د مومندرې ولسوالۍ اړوند د باسول په سیمه کې شوې ده.

قریشي بدلون په ویډیو کې وایي په جنرېټر چلېدونکې له خلکو ډکه یوه کوچنۍ کښتۍ د سیند له یوې غاړې بلې غاړې ته پورېوتله چې په سیند کې ډوبه شوې او په کښتۍ کې له سپرو 25 تنو څخه 16 تنه ژوندي ژغورل شوي دي:

"له بده مرغه د کښتۍ جنرېټر اوبه تېرې کړې وې او په سیند کې بند پاتې شوې وه، وروسته اوبه ور ختلې وې او کښتۍ یې چپه کړې وه، ټول پکې سپاره کسان یې وړي‌ وو".

د افغانستان ځینو رسنیو بیا د طالبانو د حکومت د ځینو سرچینو او عیني شاهدانو له خولې ویلي چې په کښتۍ کې ټول 31 تنه سپاره وو.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ادارې ویلي د روغتیا ادارې سیمې ته روغتیايي ټیم او امبولنسونه رسولي دي او د ژغورنې عملیات لا روان دي، خو تراوسه د ټولو کسانو مړي نه دي موندل شوي او د لټون هڅې یې روانې دي.

د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي پر دې پېښه خفګان څرګند کړی او د مړو شویو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي کړې ده. کرزي پر خپل ایکس لیکلي:

"په ډیرې خواشینۍ سره د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله زموږ یو شمیر هیوادوالو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی. د لوی خدای (ج) له درباره ددې غمجنې پیښې قربانیانو ته جنت غواړم او کورنیو ته یې د زړه صبر او د زغم استدعا کوم".

د ننګرهار په مومندره ولسوالۍ کې د کونړ سیند په اوږدو کې د پرتو کلیوالو سیمو د یوې او بلې غاړې ترمنځ د تګ راتګ لپاره د کوچنیو کښتیو او حتی د موټر د ټایرونو په ګډون له ابتدايي وسیلو کار اخیستل کیږي.

که څه هم د مومندرې تر څنګ په لعل پوره ولسوالۍ کې نیژدې دوې لسیزې وړاندې پر دغه سیند ب یو پل جوړ شوی، خو د مومندرې شاوخوا سیمو کې لا هم خلک تر دې سیند د تېرېدو لپاره د موټرو د ټایرونو په ګډون ابتدايي وسایل کاروي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG