په بنگله دیش کې میشته د میانمار روهینگا مسلمانان کډوال وايي په موجوده وخت کې هېواد ته نشي ستنېدی ځکه چې اوس هم هلته حالات خراب دي.
د بنگله دیش د کاکس بازار په بلوکالي کیمپ کې میشته روهینگا کډوال عبدالرحمان وویل اوس هم د میانمار په رخاین صوبه کې د روهینگا قام پرضد تشدد کیږي او کډوال ځان محفوظ نه گڼي چې بیرته لاړ شي.
روهینگا کډوالو دغه تشویش په داسې حال څرگند کړی دی چې تیره هفته بنگله دیش میانمار ته د ٨٠٠٠ هغه کډوالو فهرست ورکړو چې د هېواد ته د بیرته ستنولو پروسه بې یې پیل کوي.
عبدالرحمان وویل د میانمار عسکرو یې ښځه او زوی وژلی دی او "د هغه چا خلاف هیڅ گامونه نه اخیستل کیږي په دومره شمیره کې یې په روهینگا جنسي تیری کړی او وژلې یې دي."
هغه وویل په داسې حال کې چې په رخاین کې په روهینگا ظلمونو کې ککړ خلک ازاد گرځي روهینگا ځان محفوظ نه گڼي چې بیرته لاړ شي. رخاین د میانمار د مسلمانانو د اکثریت صوبه ده. تیرکال د اگست د میاشت راهسې د لکونو په شمیره کې د رخاین روهینگا مسلمانان بنگله دیش ته په کډه مجبور شوي دي.
روهینگا وايي په رخاین کې د میانمار د پوځي عملیاتو په مهال په مسلمانانو په ښځو جنسي تیری شوی، کورونه او کلي سوزول شوي او قتل عام یې شوی. میانمار ظلم او د زور زیاتې خبره ردوي.
بنګله دېش تیره اونۍ میانمار ته د ۸۰۰۰ روهینګیايي کډوالو د بیرته ستنیدلو نوملړ ورکړی. خو په بنګله دیش کې اوسیدونکي دغه کډوال وايي دوی نه غواړي چې میانمار ته ستانه شي ځکه چې حالات لاهم په رخین سیمه کې کړکیچن دي چیرته چې دوی ژوند کوي.