لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په نړیواله کچه ښځینه خبریالانې وايي د عدم تحفظ او د جنسي ځورونو سره مخامخ دي


په نظر پوښتنه کې د شرکت کوونکو ۸۰ فیصد ښځو خبریالانو وېنا وه چې دوی د ذهني تاو تریخوالي ښکار شوي، د ۶۵ فیصد وېنا وه چې د ذهني پرېشانۍ او د ۳۰ فیصد وېنا وه چې د خفګان ښکار شوي دي

د خبریالانو د تحفظ نړیوالې ادارې رپورټرز ود اوټ بارډرز په خپل یو ورستي رپورټ کې موندلي چې مېرمنې خبریالانې لږ تر لږه په ۴۰ ملکونو کې ځانونه محفوظ نه ګڼي.

د زیاتره مېرمنو خبریالانو وېنا وه چې په خپلو ملکونو کې اکثر په جنسي توګه ځورول کېږي. د ۸۵ فیصد مېرمنو خبریالانو وېنا وه چې د دوی ځورول کېدل عامه خبره ده او ۳۰ فېصد خبریالانو ووېل چې د دغه ځورونې په نتیجه کې د جنسي تېري سره مخامخ شي.

خو زیاتره مېرمنې خبریالانې په دې نظر وې چې په جنسي توګه ځورول کېدل د دوی تر ټولو لویه مسله ده.

په نظر پوښتنه کې د شرکت کوونکو ۸۰ فیصد ښځو خبریالانو وېنا وه چې دوی د ذهني تاو تریخوالي ښکار شوي، د ۶۵ فیصد وېنا وه چې د ذهني پرېشانۍ او د ۳۰ فیصد وېنا وه چې د خفګان ښکار شوي دي.

په سروی کې د رای ورکوونکو نیمايي مېرمنو خبریالانو وېنا وه چې په ژوند ویرېدلي دي او ۱۱ فیصد پکې خپل ملک په پرېښودو مجبور شوي دي.

د ار اېس اېف سېکرېټري جنرل کرېسټوف ډیلویر "مونږ دا ذمه واري لروو چې د ټولو خطراتو په مقابل کې د صحافت په خپل ټول طاقت دفاع وکړوو چې د صنف په بنیاد ویرول کېدل او حملې یې برخه ده."

هغه وویل دا خبره د تصور نه بهر ده چې مېرمنې خبریالانې د نیوز روم او د نیوز روم نه بهر د دوو قسمو حملو سره مخامخ کېږي.

د ار اېس اېف په رپورټ‌ کې د مېرمنو خبریالانو په ضد په خصوصي توګه په انټرنېټ د تشدد د زیاتېدو ذکر شوی دی.

په څلورو کې دریو خبریالانو وویل چې د صنف په بنیاد د دوی په ضد زیاتره تشدد د انټرنېټ دلارې کېږي او د دې نه پس د کار په ځای کې ځورول کېدو سره مخامخ کیږي. په انټرنېټ د ځورول کېدو له امله نیم په نیمه مېرمنو خبریالانو وویل د سېنسرشپ نه کار اخلي او ۴۳ فیصد ښځو صحافیانو وویل د سوشل ميډیا خپل اکاونټونه یې په عارضي او یا په مستقل ډول بند کړي دي.

د ار اېس اېف رپورټ ترمخه ځینې مېرمنې خبریالانې د هغو موضوعاتو په سر هم ځورول کېږي چې دوی پې خبرنګاري کړي وي. زیاتره هغې خبریالانې د دوی په ضد د حملو شکایت کوي چې په داسې موضوعاتو خبرونه ورکوي چې د سړو خبریالانو برخې ګڼل کېږي لکه سیاست، انساني حقونه او د لوبو خبرونه.

د ار اېس اېف په رپورټ کې په ۱۱۲ ملکونو کې ۱۵۰ مېرمنو خبریالانو د خپلو رایو اظهار وکړو.

XS
SM
MD
LG