د امریکې صدر منتخب ډانلډ ټرمپ په خپله کابینه کې د خارجه وزارت د عهدې دپاره د فلورېډا ریاست سېڼېټر مارکو روبیو نامزد کړي دی چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د تقررۍ په لړ کې د سېڼېټ اورونې ته حاضر شو او ويې وېل د خارجه تګلارې په لړ کې د امریکې ولس خپله خوښه واضحه کړې ده او غواړي چې ټرمپ وایټ هاوس ته بېرته لاړ شي.
ټرمپ به د جنورۍ په ۲۰ نېټه د کانګرس ودانۍ مخې ته په یوه دستوره کې د صدارت سوګند پورته کوي.
د کانګرس په اېوان بالا سېنېټ کې د ټرمپ په کابېنه کې د مختلفو وزارتونو دپاره د نامزد شویو کسانو د تقررۍ په اړه اورونې شروع شوي دي. په دې اورونو کې به د نامزد کسانو د تقرریو د منظورېدو او یا د مسترد کېدو فېصلې کېږي او توقعو ده چې د ټرمپ د سوګند پورته کولو نه مخکې په دهغه د حکومت د ځینې مامورین وګمارل شي.
روربیو د سېڼېټ په اورونه کې وویل امریکایان مظبوطه امریکا غواړي چې د دنیا سره هم ښکېلتیا لري، چې بهر امن او د کور دننه تحفظ غواړي.
درې پنځوس کلن روبيو وویل د هغه په مشرۍ کې چې د امریکې په خارجه تګلاره هر ډالر خرچ کولی شي نو په دې فکر به کېږي چې ایا دا به امریکا محفوظه کړي؟ نوره به يې قوي او سوکاله کړي؟
هغه وویل که څه هم امریکا په دې ځمکه د دنیا د ټولو نه مالداره ملک دی او دا دولت لامحدوده نه دی او قومي مفاد د نورو نه بالا ساتل امریکا یوازې کول نه دي.
د روبيو د تقررۍ په اړه د سېنېټ د اورونې په مهال په غزه کې د جنګ په لړ کې نعرې پورته شوې خو هغه يې پرواه و نه کړه. د هغه د خبرو دوه ګنټې شوې وې چې خبر راغلو چې اسرایل او حماس د ډز بندۍ معاهده صلاح شول نو روبیو د معاهدې د حمایت اعلان وکړو.
روبيو د خپلې دفاع دپاره د اسرایل د حق حمایت وکړو او په غزه کې د حماس خلاف جنګ دلاسه جاني نقصان يې هم تسلیم کړو. هغه وویل په منځني خیتځ کې داسې موقعې پېدا شوي دي چې ۹۰ ورځې مخکې نه وې.
په یوکرېن کې د جنګ په اړه روبيو د يوې پوښتنې په جواب کې وویل پکار ده چې د امریکې د حکومت دریځ دا وي چې دا جنګ ختم کړی شي. خو هغه خبرداری وکړو چې د دې دپاره د سفارتکارۍ او د ډز بندۍ ضرورت دی. هغه وویل روس او هم یوکرېن به د ډز بندۍ دپاره مراعات ورکوي او امریکا به په دې لړ کې مرسته کوي.
د چین په اړه روبيو وویل د چین کمیونسټ پارټي د امریکې د ټولو نه زیات باصلاحیتا حریف دی. هغه دې خبرې ته پام وکړو چې چین چې کوم صلاحیتونه لري پخواني شوري اتحاد نه لرل. هغه زیاته کړه چې چین د ټېکنالوجۍ، صنعت، ساینس او د اقتصاد په مدونو کې د امریکې حریف ملک دی.
روبیو وویل چین د مخنیوي دپاره به امریکا بهر نه بلکې زیاتره اقدامات د کور دننه کوي، خپل صنعتي بنیاد په مضبوطوي چې دا ډول امریکا یوازې په یو صنعتي انحصار نه کوي.
د روبیو مور او پلار د کیویا نه راغلي او په امریکا کې اباد شوي دي. روبیو د ۲۰۱۱ راهسې د سېنېټ غړی دی.
Forum