لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د روسیې یوه ټرانسپورټي الوتکه په سوریه کې غورځېدلې ده او ټول ۳۲ سپاره کسان په کې وژل شویدي.


د روسیې یوه ټرانسپورټي الوتکه په سوریه کې غورځېدلې ده او ټول ۳۲ سپاره کسان په کې وژل شویدي.

روسي رسنیو ددغه هېواد ددفاع د وزارت له خولې راخیستي دي، چې یاده الوتکه د سوریې په لتکیا سیمه کې د همیمم په نامه د روسانو په یو هوايي ډګر کې غورځېدلې ده.

دفاع وزارت ویلي دي، لومړني معلومات ښيي چې پېښه به د تخنیکي ستونزو له امله رامنځته شوې وي.

په دغې انټنوف ۲۶ ډوله الوتکه کې ۲۶ مسافر او شپږ تنه عمله سپاره وو.

XS
SM
MD
LG