لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روس افغانستان نه د نشۍ توکو د مخه نیولو غوښتنه کړې


عکس کې د کوکنارو یا ډوډې سره گلونه لیدل کیږي

روس ویلې نړي واله ټولنه دې د افغانستان د نشۍ توکو مخه وونیسي. روسې نائب وزیراعظم سرگي ائیونو ویلې افغانستان کې د ایساف ځواکونه باید د نشۍ شیانو خلاف کوټلې گامونه پورته کړې

د روس نائب وزیراعظم سرگي ائیونو په نړې واله ټولنه غږ کړی چې افغانستان نه د نشۍ شیانو د خپریدو خلاف دې کلک گامونه پورته کړې.
په سنگاپور کې د امنیت په موضوع د سر مشرانو یوې غونډې ته وینا کې روسي نائب وزیراعظم سرگی ائيوناؤ وویل چې طالبان او نور تندلاره گوندونه د نشۍ توکو د غیر قانوني تجارت نه گټې پورته کوي.
هغه وویل چې د افغانستان د ابادۍ یوه لویه برخه د کوکنارو یا د ډوډې کراو پیداوار کې ککړه ده. هغه زیاته کړه چې هم دارنگ هیروئن هم پیدا کیږي او نشۍ شیان د طالبانو او دنورو یاغیانو ډلو د پاره د مالي ملاتړ ترټولویه وسیله ده.
ویل کیږي چې د نړۍ دافیمو ٩٠ فیصده برخه په افغانستان کې پیدا کیږي. نشۍ شیان د افغانستان نه د مرکزي اسیا او روس د لارې اروپا او امریکا ته سمگل کیږي چې د میلینونو ډالروبیپاردی.
روسي نائب وزیراعظم سرگی آئیوناؤ وویل چې روس کې هرکال ٣٠،٠٠٠خلک د هیروئنو د نشي په سبب ژوند د لاسه ورکوي.
هغه په نړي واله ټولنه غږ ووکړو چې افغانستان نه د نشۍ توکو د خپریدو مخه دې وونیسي.
په دې لړې کې هغه زیاته کړه چې ايسیاف یا انټرنیشنل سیکیورټي اسسټنس فورس زیاته ذمه واري لري چې افغانستان کې د نشۍ توکو خلاف کلک گامونه پورته کړي.
د سنگاپور په غونډه کې د روس دنائب وزیراعظم وینا نه داسې ښکاریده چې پکښې د امریکې د مشرۍ د لاندې د اي سیاف په ځواکونه ټکونه ووشول. هغه وویل چې د نونسوه اتیایم په لسیزه کې روس په افغانستان کې ناکامه شوی وو خو په هیواد کې یئ د نشۍ توکو پیداوار ختم کړی وو، د ډوډې فصلونه يي سوزولي وو او کرونده گرو ته يي متبادل فصلونه ورکړې وو. هغه وویل چې اې سیف دې هم د روس مثال خپل کړي.
روس ددې نه وړاندې هم د اې سیاف په رول تنقیدونه کړې دي.
اېسیاف هم کرونده گرو ته د کوکنارو په ځائې د غنمو او پومبي کرلو د پاره مرسته ورکوي.
سرگي آئیونو وویل چې روس هم افغانستان نه د نشۍ توکو د کاچاک مخه نیولو کې مرستې ته تیار دی خو افغانستان ته پوځونه ځکه نشي لیږلی چې هلته د روس د ماتي یادونه تازه دي.


XS
SM
MD
LG