لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماسکو: د افغانستان سولې په اړه نړیواله غونډه به راتلونکې اونۍ کیږي


د روس خارجه وزارت د خالي یا شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي د روانې میاشتې په ۹مه نېټه به په ماسکو کې د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه توب کوي.

د بیان تر مخه په دغه غونډه کې به د افغان حکومتي چارواکو تر څنګ د افغان طالبانو غړي هم ګډون کوي.

ماسکو ویلي صدر اشرف غني او افغان طالبانو دغه غونډې ته د خپلو (ډلو) پلاوو لیږلو پخلی کړی.

د روس د خارجه وزارت د بیان تر مخه ٫٫ دا به لومړی ځل وي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یوه ډله ( پلاوی) به د افغانستان په اړه په یوه نړیواله غونډه کې ګډون کوي.٬٬

د افغانستان خارجه وزارت لا تر دې دمه دا نه دي منلي چې د افغان حکومت پلاوی به په ماسکو کې کیدونکې دغه نړیواله غونډه کې ګډون کوي.

د افغانستان د خارجه وزارت یو ویاند سبغت الله احمدي اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ته ویلي ٫٫ مونږ لا هم د روسي چارواکو سره په دغه غونډه کې د ګډون په اړه خبرې اترې کوو. خو تر دې دمه په دغې اړه څه فیصلې ته نه یو رسیدلي.٬٬

ماسکو زیاته کړې د افغانستان په اړه کیدونکې دغه غونډه کې د ګډون لپاره يې امریکا، هند، ایران، چین او د پاکستان تر څنګ، د منځني اسیا پېنځه نورو هیوادونو ته هم بلنه ورکړې.

په افغانستان کې د سولې لپاره امریکا هم هڅې پېل کړي چې افغان طالبان د افغان حکومت سره خبرو اترو ته راولي. د روانې میاشتې په ۱۲مه ڼېټه په قطر کې د افغان طالبانو ځینو غړو د افغانستان لپاره د امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ خصوصي سلاحکار زلمي خلیلزاد سره هم لیدلي وو.

د کال ۲۰۱۷ په اپریل میاشت کې هم ماسکو د افغانستان په اړه یوې نړیوالې غونډې کوربه توب کړی وو. تیر کال دغه غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته هم بلنه ورکړی شوې وه خو امریکا پکې ګډون نه وو کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG