لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په روس کې د کرونا وایرس پرضد د وېکسینو ټېکې/ ستنې شورو شوې 


په داسې حال چې په نړۍ کې د کرونا وبا دوېمې څپې له سببه د کرونا ناروغانو شمیره ورځ‌ تر بله په زیاتیدو ده، په روس کې د کوېډ ۱۹ وایرس پرضد خلکو ته د وېکسینو (ستنې/ ټېکې) لګول د نن نه پېل شوي.

د ماسکو ښار د کرونا مخنیوي څانګې یا ټاسک فورس ویلي د خالي د ورځې نه د ښار په ۷۰و صحي مرکزونو یا کلینیکونو کې د سپوټنک وي کوېډ ۱۹ شاټ یا (ستنې/ ټېکې) لګول شورو شوي.

په لومړیو کې به دغه ویکسین د صحت کارکونو، د خېر ښېګړې ادارو غړو او هغه تنانو ته ورکول کیږي چې په سکولونو او داسې ځایونو کې کارونه کوي چې وایرس ته د نژدې کیدو د لوې خطر سره مخامخ وي.

میډیايي رپورټونو وايي د ۶۰و کالو نه د زیات عمر خلک یې د ویکسینو لګولو نه ویستلي.

د روس لخوا د کرونا پرضد ویکسین به د دوو ټېکو په صورت کې ورکړل کیږي او د لومړۍ ستنې درې اونۍ / هفتې وروسته به دویمه ټیکه لګول کیږي. په زرګونو خلکو د دغه ویکسینو لګولو لپاره ځانونه د وړاندې نه رجسټر کړي. تراوسه دا نه ده معلومه چې دغه ویکسین په څومره مقدار کې تیار شوي، خو ځیني ساېنس پوهانو د دغو وېکسینو په تاثیر پوښتنې راپورته کړي. دوي وايي د روس لخوا جوړ شوي دغه ویکسین ډیر په تادۍ مارکیټ ته راوړل شوي.

د امریکا جان هاپکنز پوهنتون د تازه شمېرو تر مخه په روس کې ۲.۴ میلینه خلک د کرونا وبا نه ناروغه، او د ۴۲ زرو نه زیات مړه شوي.

د امریکا کېلیفورنیا ایالت سان فرانسسکو ښار او د بې اېریا کاونټیانو یا ضلعو د جمعې په ورځ اعلان کړی، د اتوار/ یکشنبې د ورځې نه به دغلته ټولو خلکو ته په کور دننه د پاتې کیدو امر کوي او دغه به په سختۍ سره عملي کوي.

دغه ګام په دغه سیمه کې د کرونا وبا د مخنیوي په خاطر اخستل کیږي. د دغه ایالت ګورنر د زیارت په ورځ ویلي وو په ځینو سیمو کې په هسپتالونو کې د مریضانو شمیره زیاتیدو وروسته به اوس دغلته نوي بندیزونه لګول کیږي.‌

اخوا د صحت نړیوالې ادارې مشر تیره ورځ ویلي، د کرونا وبا پرضد ویکسین د تیارۍ په اخیري مرحلو کې دي،‌ قامونه دې په راتلونکې کې د نورو وبا ګانو تیارۍ ونیسي او په دغې کې دې سرمایه ولګوي.

د ډبلیو اېچ او ډاېرېکټر ټېډروس ګېبریاسېس په ملګرو ملتونو کې د کرونا په اړه یوې ځانګړې غونډې ته د وینا په وخت ویلي، ٫٫ د څو کلونو د خبرداري باوجود، ګن شمیر هیوادونه کویډ ۱۹ ته اډو د سره تیار نه وو.٬٬ نوموړي ویلي، ٫٫ ګڼو هیوادونو دا خیال کوو چې د دوي د صحت قوي نظام به دوي د کرونا نه خوندي وساتي.٬٬

د ډبلیو اېچ او مشر په دې خبره زور ورکړی چې غریب او مالداره هیوادونه دې یو شان د کرونا وبا پرضد ویکسین ترلاسه کړي، او وړاندې یې ویلي چې ساېنس د چا سره شریک کول (خېرات / صدقه) نه ده، خو دا د ټولو قامونو په ګټه ده.

د برتانیې وروسته بحرین هم تیره ورځ د فاېزر او بایو اېن ټېک د کرونا وایرس پرضد ویکسین په بیړني حالت کې د کارولو لپاره منظور کړی. بحرین د دغه ویکسینو د منظورلو دویم هیواد شو. خو تر ټولو لوې چېلنج به د دغه ویکسین یخ ساتل وي. دغه ویکسین پکار ده په منفي ۷۰ ډګري سېنټي ګریډ یا منفي ۹۴ ډګري فارن هاېټ ټمپریچر کې وساتل شي. او په بحرین کې په عامه توګه په یخنۍ کې ټمپریچر ۴۰ ډګري سېنټي ګریډ او یا ۱۰۴ ډګري فارن هاېټ وي.

بحرین د وړاندې نه ۶۰۰۰ کسانو د چین لخوا ورکړل شوي ویکسین ورکړي. د جان هاپکنز پوهنتون د شمیرو تر مخه د منځني ختیځ دغه هیواد کې د کرونا ۸۸ زره کېسونه رپورټ‌ شوي او ۳۵۰ ترې مړه شوي.

د جان هاپکنز پوهنتون د تازه شمیرو تر مخه په ګرده نړۍ کې د کرونا وبا نه د اغیزمنو / ناروغه شوو کسانو شمیره ۶۵ میلینه ته رسیدلی او د یو نیم میلین یا پینځلس لکو نه زیات ترې مړه شوي.

د پوهنتون ترمخه امریکا په ګرده نړۍ کې د کرونا نه تر ټولو زیات اغیزمن هیواد دی چرته چې تر اوسه ۱۴ میلینه کسان په کرونا وبا اخته شوي او نژدې دوه لکه ۷۹ زره کسان ترې مړه شوي.

XS
SM
MD
LG