لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آیا روس په برطانیه کې خپل پخواني استخباراتي چارواکې ته زهر ورکړي؟


په خصوصي جامه کې برطانوي مامورین د هغه ځای پلټنې کوي چرته چې سرگی سکرېپال او د هغه لور په پنچ ناست وو
په خصوصي جامه کې برطانوي مامورین د هغه ځای پلټنې کوي چرته چې سرگی سکرېپال او د هغه لور په پنچ ناست وو

د برطانيي حکومت د روس نه د یوې کیماوي مادې په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.

برطانوي مامورین وايي د پوځي ډول دغه نرو ایجنټ د روس یو پخواني استخباراتي چارواکي سرگی سکرېپال او د هغه په ٣٣ کلنې لور په حمله کې استعمال شوی دی.

برطانیه وايي روس دي وضاحت وکړي چې دغه زهرجنه ماده یا نرو ایجنټ یې په څه مقصد تیار کړی و. لندن ماسکو ته د جواب دپاره د نهې یا د سه شنبې، د ورځ نېټه ورکړې ده.

سرگی سکرېپال د روس استخباراتي چارواکی و چې بیا د برطانيي استخباراتی ادارې ایم ايي سېکس هم وگمارلو.

د گل، دوشنبې، په ورځ د برطانيي پارلیمنټ ته خپل بیان کې وزیراعظمې ټریزا می وویل په سرگې سکرېپال د نرو ایجنټ د حملې اجازت کریملن یا د روس حکومت ورکړی دی.

په سرگی سکرېپال او د هغه په لور د مارچ د میاشت په څلورمه نیټه د برطانيي په یو ورکوټې ښار کې د دغه کیمیاوي زهرجنه حمله شوي ده. دواړه اوس ناروغه دي.

د امریکې خارجه وزیر رېکس ټېلرسن ویلي چا هم چې د دغه حملې اجازت ورکړی دی پکار ده چې مضمراتو سره یې مخامخ شي.

د فرانس ایمینویل مېکران هم د حملې غندنه او د برطانيي سره یې د یوالي څرگندونه کړې ده.

د روس خارجه وزیر سرگی لاؤ رو وړاندیز کړی چې برطانيي سره په شریکه په سرگی سکریپال د حملې پلټنې کولی شي. هغه ویلي د دې وړاندې چې برطانیه روس دپاره څه معېاد وټاکي، لندن دې خپل نړيوالې ذمه وارۍ پوره کړی.

روس په ماسکو کې د برطانيي سفیر د سرگی سکریپال په معامله خارجه دفتر ته راغوښتی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG