لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس وايي‌ د کرونا وایرس په ضد د غربي ملکونو وېکسین پټولو ته ضرورت نلري


د روس صدر ولادېمیر پوټن
د روس صدر ولادېمیر پوټن

روس او د برطانيي اکسفرډ یونیورسټۍ د کرونا وایرس په ضد وېکسین تیارولو دپاره معاهدې ته حتمې شکل ورکوونکي دي او یو روسي چارواکي دا الزامات رد کړي چې ملک یې وایرس خلاف د مغربي ملکونو وېکسین د غلا کوولو کوښښونه کوي.

د امریکې، برطانيي او کېنېډې چارواکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل چې روس د مغربي ملکونو دوا جوړوونکو کمپنو او د تحقیقاتي ادارو په کمپیوټرو په دې غرض حمله یا د هېک کولوو کوښښ کړی و چې د کرونا وایرس د وېکسین او علاج به اړه معلومات پټ کړي.

دریواړو ملکونو په یو مشترکه بیان کې وویل د روس د هېکنګ دغه پروګرام د فېبرورۍ په میاشت کې شروع شوی دی او اوس هم دوام لري.

رویټرز خبري اداره وايي د روس د مالي پنګې مشر کېرېل دمترییو په یوه مرکه کې دا خبره رد کړه چې روس د کرونا وایرس په ضد مغربي ملکونو وېکسین د غلا کولو کوښښ کوي.

ښاغلي دمترییو وویل اسټرازېنېکا نومې کمپني د برطانيي وېکسین په روس کې د تیارولو دپاره معاهده کوونکي ده او امکان دی جې لوظنامې ته د جمعې په ورځ حتمي شکل ورکړی شي. هغه وویل روس وېکسین غلا کولو ته ضرورت نلري.

د برطانيي نېشنل سایبرسکیورټي سېڼر چې په انټرنېټ د حملو مخنیوی کوي، د امریکې او کېنېډې ترڅنګ په یو مشترکه بیان کې د روس د مبینه هېکرانو ډله د ای پي ټې ۲۹ چې د کوزي بیر په نامه هم یادېږي، یاده کړه.

د امریکې د نېشنل سکیورټي اېجنسۍ د سایبر حملو د څانګې مشرې اېن نیوبرجر په یو بیان کې وویل د استخباراتي معلوماتو ترلاسه کوولو دپاره ای پي ټي ۲۰ د ډیر وخت راهسې د غربي ملکونو په حکومتونو، سفارتخانو، د څېړنې ادارو، د صحت د خېرښیګړې په اسانتیاو او د توانايي په کمپیوټرو د حملو کوښښونه کوي او دغه ادارې باید حفاظتي ګامونه واخلي.

امریکې، برطانيي او کېنېډې د کرونا وایرس په اړه خپل تحقیقات د محفوظ ساتلو دپاره دوا جوړونکو کمپنو، یونېورسټیانو او تحقیقاتي ادارو ته سایبر حملو نه د محفوظ پاتې کېدو هدایات ورکړي دي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي دریو وړاو ملکونو د می په میاشت د سایبر حملو په اړه خبرداری خپور کړی و خو په هغه وخت کې دا نه وه معلومه چې دا حمله څوک کوي. چارواکو په روس، چین او ایران د ککړتیا الزام لګولی و.

د امریکې د وفاقي حکومت تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي مشر کرېس رای تیره ویلي وو په داسې مهال چې د صحت د خېر ښیګړې ادارې، دواساز کمپنۍ او د څېړنې ادارې په کرونا وایرس تحقیقاتو کې مصروف دي، چین کوښښونه کوي چې دغه هلې ځلې او ادارې کمزوري کړي.

برطانوي مامورین وايي کوزي بیر خپلو سایبر حملو کې په خاص توګه هغه ادارې په نخښه کوي چې د کرونا وایرس په علاج تحقیقات کوي چې پکې یونیورستي اف اکسفرډ او امپیریل کالج غوندې تحقیقاتي ادارې شاملې دي.

بلخوا، روسي مامورینو وویل د کرونا وایرس په ضد په روس کې د جوړ شوي وېکسین د دویم پړاو ازمونیې یا ټېسټونه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شروع شول او د اګست په دریمه نېټه به سر ته ورسول شي او د دې وروسته به د ازموینو د دریم پړاو ټېسټونه شروع کیږي.

د روس د مالي پنګې مشر کېرېل دمترییو د دریم پړاو دغه ټېسټونه به د روس ترڅنګ په یو شمېر نورو ملکونو کې هم کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG