لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روسي صدر پوټن به صدارتي انتخابات بیا وگټي


د ښاغلی پوټن په مقابله کې اووه صدارتي امیدواران ولاړ دي خو نوموړي ته د یو امیدوار نه هم حقیقي خطره نشته

په روس کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ خلک په صدارتي انتخاباتوکې ووټونه اچوي چې پکې د موجوده صدر ولادېمیر یوټن گټه یقیني خبره ده. هغ د تېرو ١٨ کلونو راهسې د صدارت په څوکۍ ناست دی.

د ښاغلی پوټن په مقابله کې اووه صدارتي امیدواران ولاړ دي خو نوموړي ته د یو امیدوار نه هم حقیقي خطره نشته.

د پوټن په مخالفت کې ولاړ امیدوارانو کې د یو نه هم دا تمه نه کیږي چې ډېرې زیاتې راې به ترلاسه کړي او امکان څرګندیږي چې پوټن به د ۵۰ فیصده نه زیاتې اولسي راې واخلي خو د نوموړي انتخابي ډله د ۷۰ فیصده نه زیاتو رایو ترلاسه کولو تمه لري.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ دا صدارتي انتخابات د روس ۱۱ ځايي وختونو مطابق کېږي چې د ختیځې برخې نه شروع کيږي او د بالټک په کیلینن ګارډ سیمه باندې سر ته رسي. خواو شاه ۱۰۹ مېلینه روسيان په صدارتي انتخاباتو کې د راې اچولو اهل دي. خو د روس یو غیر حکومتي څېړنیزې ادارې لیواډا سنټر د تېردسمبر په میاشت کې شوې سروی کې ویلي ۵۸ فیصده راې اچوونکو د صدارتي انتخاباتو د باییکاټ اراده څرګنده کړې وه.

د صدر پوټن ترټولو نژدې صدارتي امیدوار مخالف مشر الیکسي نیولنې و خو نوموړی د دسمبرپه میاشت کې عدالت د بډورشوتونو په مقدمه کې مجرم ګرځولو وروستو د انتخاباتو دپاره نااهله وټاکلو. الیکسي نیولني وايي دغه مقدمه په سیاسي بنیادونو جوړه کړی شوې چې هغه د صدارتي مقابلې نه بهر وساتي.

نیولنې د صدارتي انتخاباتو نه د باییکاټ تحریک مشري کوي خو د روسي صدارتي انتخاباتو منتظمین د انتخاباتو قانوني ګرځولو لپاره د راې اچوونکو زیات تناسب تمه لري.

د یوکراین نه د روس قبضه کړې سیمه کرایمیا کې د صدر پوټن یو څو ملګري یورپي سیاستدانان د انتخابي څارنوالانو په حیث پرځای کړی شوي. یورپي یونین او د یورپ سلامتیا اوهمکارۍ تنظیم کرایمیا ته ددې ویرې انتخابي څارنوالان نه دي لیګلي چې دې ته به په کرایمیا باندې روسي قبضې ته قانوني حیثیت ورکولوپه سترګه اوکتلی شي.

اپوزیشن مشر نیولني د وایس آف امریکا روسي څانګې ته د زیارت په ورځ ویلي په کرایمیا کې انتخابي څارنوالان د پوټن نزدې سیاسي ملګري دي او دا چې هغوي بې پلوه څارنوالان نه دي.

پدغه کسانو کې د جرمني ازاد خیاله ګوند ډاي لنک مشر آنډریس ماوری او د ناروی یو اولسي تنظیم، پیپلز ډیپلومیسي ناروی باني هینډرک ویبرشامل دي.

نیولني ویلي دغه یورپي څارنوالان صدر پوټن ته په مقابله کې ولاړ صدارتي امیدوارانو په رنګ دي او دوي يې د ټوقو ډک څارنوالان بللي.

ولادمیر پوټن د کال ۱۹۹۹ راهسې د روس د صدر او یا وزیراعظم په حیث په واک کې دی. نوموړي د روسي قانون نه ځان بچ کولو لپاره د صدر او وزیراعظم رول وار په وار بدل کړی. د روسي قانون لاندې یو کس ددوه ځل نه زیات پرله پسې صدر نه شي جوړیدی.

نظرپوښتنې ښايي پیوټن د خپل مخالف صدارتي امیدوارانو په نسبت ترټولو زیاته اولسي مرسته لري. پداسې حال چې د ښاغلي پوټن ګټه یقیني ده، الیکسي نیولني او نورڅېړونکې وايي روسي چارواکي د انتخاباتو ګټه ور ثابتولو لپاره د راې اچوونکو زیات تناسب استعمالولو کوشش کولی شي.

XS
SM
MD
LG