لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ولاديمیر پوټن په څلورم ځل د روس صدر وټاکل شو


د اتوار یا یکشنبې په ورځ په روس کې د صدارتي انتخاباتو لومړۍ نتېجې ښايي صدر ولاديمير پوټن په څلورم ځل صدراتي ټاکنې ګټلي او د ۷۵ فیصده نه سېوا راېې ېې ترلاسه کړي.

د دغه انتخاباتو وړاندې شوې نظر پوښتنو ترمخه صدر ولاديمیر پوټن د خپلو مخالفینو په مقابله کې تر تولو سېوا حمایت یا په خلکو کې خوښي درلودله.

د اتوار په شپه ناوخته د کریملن لوې چوک سره نژدې خپلو زرګونو پلویانو ته په وینا کې صدر ولاديمیر پوټن هغه ټولو خلکو ته مبارکي ورکړې چا چې هغه له راېې ورکړي او دغه ټول يې خپل قامي ټیم یا لوبډله بللې.

د ښاغلی پوټن په مقابله کې اووه صدارتي امیدواران ولاړ وو خو نوموړي ته د یو امیدوار نه هم حقیقي خطره نه وه. د پوټن په مخالفت کې ولاړ امیدوارانو کې د یو نه هم دا تمه نه کیده چې ډېرې زیاتې راې به ترلاسه کړي او امکان څرګندیدو پوټن به د ۵۰ فیصده نه زیاتې اولسي راې واخلي خو د نوموړي انتخابي ډله د ۷۰ فیصده نه زیاتو رایو ترلاسه کولو تمه لرله.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ دا صدارتي انتخابات د روس ۱۱ ځايي وختونو مطابق ترسره شوي. چې د ختیځې برخې نه شروع کيږي او د بالټک په کیلینن ګارډ سیمه باندې سر ته رسي. خواو شاه ۱۰۹ مېلینه روسيان په صدارتي انتخاباتو کې د راې اچولو اهل دي. خو د روس یو غیر حکومتي څېړنیزې ادارې لیواډا سنټر د تېردسمبر په میاشت کې شوې سروی کې ویلي ۵۸ فیصده راې اچوونکو د صدارتي انتخاباتو د باییکاټ اراده څرګنده کړې وه.

د صدر پوټن ترټولو نژدې صدارتي امیدوار مخالف مشر الیکسي نیولنې و خو نوموړی د دسمبرپه میاشت کې عدالت د بډورشوتونو په مقدمه کې مجرم ګرځولو وروستو د انتخاباتو دپاره نااهله وټاکلو. الیکسي نیولني وايي دغه مقدمه په سیاسي بنیادونو جوړه کړی شوې چې هغه د صدارتي مقابلې نه بهر وساتي.

نیولنې د صدارتي انتخاباتو نه د باییکاټ تحریک مشري کوي خو د روسي صدارتي انتخاباتو منتظمین د انتخاباتو قانوني ګرځولو لپاره د راې اچوونکو زیات تناسب تمه لري.

د یوکراین نه د روس قبضه کړې سیمه کرایمیا کې د صدر پوټن یو څو ملګري یورپي سیاستدانان د انتخابي څارنوالانو په حیث پرځای کړی شوي. یورپي یونین او د یورپ سلامتیا اوهمکارۍ تنظیم کرایمیا ته ددې ویرې انتخابي څارنوالان نه دي لیګلي چې دې ته به په کرایمیا باندې روسي قبضې ته قانوني حیثیت ورکولوپه سترګه اوکتلی شي.

اپوزیشن مشر نیولني د وایس آف امریکا روسي څانګې ته د زیارت په ورځ ویلي په کرایمیا کې انتخابي څارنوالان د پوټن نزدې سیاسي ملګري دي او دا چې هغوي بې پلوه څارنوالان نه دي.

پدغه کسانو کې د جرمني ازاد خیاله ګوند ډاي لنک مشر آنډریس ماوری او د ناروی یو اولسي تنظیم، پیپلز ډیپلومیسي ناروی باني هینډرک ویبرشامل دي.

نیولني ویلي دغه یورپي څارنوالان صدر پوټن ته په مقابله کې ولاړ صدارتي امیدوارانو په رنګ دي او دوي يې د ټوقو ډک څارنوالان بللي.

ولادمیر پوټن د کال ۱۹۹۹ راهسې د روس د صدر او یا وزیراعظم په حیث په واک کې دی. نوموړي د روسي قانون نه ځان بچ کولو لپاره د صدر او وزیراعظم رول وار په وار بدل کړی. د روسي قانون لاندې یو کس ددوه ځل نه زیات پرله پسې صدر نه شي جوړیدی.

XS
SM
MD
LG